سیداګل پاڅون 

 

علامه سید جمال الدین افغان

 

علامه سید جمالالدین افغان پر ۱۲۵۴ هجری قمری کال د شعبان په میاشت کي ( ۱۸۳۹ میلادی )د کونړولایت په مرکز اسعداباد کی په یوه منوره کورنی کی زیږیدلی دی . دپلار نوم. یی سید صفدر دی . بیا دخپل کورنی سره کابل ته راغی او دلته میشت شو .

سید جمال الدین افغان په اووه کلنی کی په دودیزو زده کړو پیل وکړ او په لږ وخت کی دی د وخت دودیږی زده کړی سرته ورسولی . بر اتلس کلنی یی صرف ، نحوه ،معانی ، بیان ، تاریخ ، تفسی ،فقه ، اصول ، عقاید ، منېق ، ریاضی ، هندسه او ېب ولوستل .

سید په یوه ځای کی نه اوسید . غوښتل یی هړی سیمی ته لار شی ،او دخلکو سره وګوری او دهغوی د ژوند په اړه معلومات پیدا کړی . په دی توګه هند اوبیا مکی شریفی ته ولاړ. له حج ورسته بیرته هیوادته راستون شو او دوخت حکومت دده دزیرکتیا او پوهی امله لوړځای ورکړ.

سید د هېواد د وضعی د خرابوالی له امله بیرته بهر ته د تګ  هوډ وکړ او په وخت امیرشیرعلی خان ته ځنی وراندیزونه هم وکړ.

سيدافغان په هند کې يو كال او څو مياشتې تيرې كړې. پر تېره زه كړه يې نوې پوهه دنوو اصولو سره زياته كړه يانى سيد مخكي په پښتو، عربې، فارسي او تركى علوم لوستلي و او په همدې ژبو ږغېدى په هند كي يې انګلېسي او اردو هم زده كړه. سيد چي پخوا يې فلسفه دعربې پوهنو سره يوځاى ويلې وه دا وخت يې په هند كي دنوې فلسفې په كارولو سره چي له اروپا څخه يې څرك رارسېدلى و زده كړه . 

سيد دترکيې څخه مصر ته ولاړ او هلته يې نهه کاله دالازهر په اسلامي مدرسه کي داستاد په توګه دنده ترسره کړه. په ١٨٧٩ ميلادي کال کي له هغه ځايه وتلو ته مجبور شو، هند ته ولاړ. ډېر ژر انګرېزانو مجبوره کړ چي له هنده څخه هم ووځي. له هغه ځايه لندن ته ولاړ او هلته يې د(ضياالخافقين) په نامه يو اخبار پيل کړ او له هغه ځايه فرانسې ته ولاړ او هلته يې هم يو اخبار پيل کړ. اخبار يې دفرانسې حکومت بند کړ، هغه وو چي دهغه ځايه څخه ترکيې ته ولاړ. 

سید جمال الدین افغان د ختیخې نړی ستر عالم ، لوی سیاستپوه ، مبارز او انقلابی شخصیت و. سید تبعیض او تفرقه نه منله ، هغه ته انسان انسان ښکاریده ، هغه ته د نړی مخ د یوه کور حیثیت درلود او نړیوال دیوې کورنی غړې بلل . 

سید جمال الدین افغان په ۱۳۱۴ هجری قمری ( ۱۸۹۷ میلادی ) کال د ورپیخ شوی ناروغی له امله ترکیه کې وفات اوخاور و ته وسپارل شو . په ۱۳۲۳ هجری قمری ( ۱۹۴۴ میلادی ) کال کی یې تابون کابل ته راوړل شو او دکابل پوهنتون په بڼ کې په پرتمینو مراسمو خاور ته وسپارل شو.

 

 

الف . م . الف

ګوره څه پوښتی

ګوره څه پوښتې زما دزړګي حال 

څوک اخته مه شه ، دمینې په جنجال

د مغولې حسن څه کانې پری وکړی 

خوشحال کیښودل پرځمکه ، توره وډال 

سمرقند او بخارا دمینې دو کې 

صــدقه شــول د جانان تر یــوه خال 

شیخ په میو لمبیدل که اوبال بولي

ماته خوښ دی تر ثوابه دا اوبال 

لیونې خو په دنیا کې څه کم نه دی

له دی ټولو نه مجنون شو یومثال 

ښه په نره خوله په  زوره ترینه واخله

دجنو یارانه نه کیږی په سوال

 

الف.م.الف

 

د کاڼو ښار

 

دغه دکاڼو ښار کې

چه هر شی کاڼی دی

سرکاڼی ، سترګی ، زړونه کاڼي

او

 د هر دکان مخی ته 

د تورو ، سرو، سپینو او خړو کاڼو 

ډکې کشرۍ پرتې دي 

لکه چه شیخ بی له تسبو نه ګرځي 

داسی د هر چا لاس کې کاڼی

او په جیب کی کاڼی

او هر څوک 

یو بل  په کاڼو ولي

ددی ځای هرماشوم په کاڼو زخمي 

چا په ککره ، چا په ډډه چا په پښو ویشتلی

او دچنار له هسکه 

چا ویشتلې ځاله

لاندی پرځمکه پرته 

او مساپره مرغې

دخپل ماشوم بچۍ وروستی سلګو ته 

په کوکو ، کوکو ژاړی . 

دلته هره دګل ونه 

په سر زخم لري 

او هره څانګه یی پر ملا ماته ده 

دلته دهر کاڼی ټټر دچا په نیولو سور دی

دغه دکاڼو ښار کې 

چرته چې 

کاڼی ویشونکی اتلان اوسیږی

زما ماشوم او سادګۍ زړګۍ

ددغه ښار په زړه کې

له مانه کور شیشه محل غواړی 

***

 

 

الف.م.الف

 

زړګیه 

 

زړګیه لږ شانته  دمه غوندی شه 

دمیخانی دور به بیا راشی 

د ابلیس ږیری ته به اور واچوی                        

چه درندانو مسیحا راشي 

****

بیا به سړو نغرو کی اور بل شی 

په کروندو کی به فصلونه شنه شی 

بیا به ګود ر ته د راتلو په تمه 

د نجونو زړو کی هوسونه شنه شی 

نور دکود ګرو اودې کله لګی

چی به سرونوکی عقلونه شنه شی 

تور مخی شپی به له مونږ کډه وکړی

بیا به زمونږ کلی ته رنا راشی 

زړګیه لږ شانته دمه غوندی شه 

دمیخانی دور به بیا راشی 

د ابلیس ږیری ته به اور واچوی 

چی درندانو مسیحا راشی 

****

بیا به ادم په ربا ب ګوتی کیږدی 

دخیال درخو به ورته و نڅیږی 

سپیدی به څیری کړی دشپی لمنه 

یو رون سهاربه ترینه وځلیږی 

دنور لښکری به په مونږ خوری شی 

توری شیشکی به تری و تښتیږی 

سارا به لار ورته په ګلو فرش کړی

چی د مجنون غیږته لیلا راشی 

زړګیه لږ شانته دمه غوندی شه 

دمیخانی دور به بیا راشی 

د ابلیس ږیری ته به اور واچووی 

چی د رندانو مسیحا راشی 

***

سپینو جامو کی سیاه دله دیوان 

به ځنځیرو او قفسو کی پریوزی 

بیا به دشیخ دا ګنهکار عبادت 

زما د معصومی ګناه خپو کی پریوزی 

زوړند منصور می بیګاه خوب کی ولید 

بیا به زما سر د یار کمڅو کی پریوزی 

د پیالو شرنګ به يي تر غوږو ورشی 

خیام به په قبر نه کدا راشی 

زړګیه لږ شانته دمه غوندی شه 

دمیخانی دور به بیا راشی 

د ابلیس ږیری ته به اور واچوی 

چی درندانو مسیحا راشی 

 

 

 

 

 

 

د سیداګل پاڅون لیکنه

 

ولسی شاعر ملنګ جان

 

 

دملنګ جان اصلی نوم محمدامین و. وروسته په ملنګ جان شهرت ومند. ملنګ جان په هیواد مین شاعر و . نوموړی به ۱۲۹۳لمریز کال کې د ننګرهار ولایت د بهسودو په چمیار کلی کی زیږیدلی دی . پلار یی ملک عبدالشکور نومید چی په دری کلنی کی تری یتیم پاتی شو. په پنځلس کلنی کی د شعر ژبه ویانده شوه او دملنګ جان په نوم یی په خوږو نغمو پیل وکړ. په شل کلنۍ کی لومړی ترانه داتحادمشرقي (ننګرهار) په ورځپاڼه کی خپره شو.۱۳۲۴ کال کی په کابل راډیو کی د پښتو موسیقی دمنتظم په توګه وټاکل شو. د افغانستان ډیر ولسي سندر غاړي د ملنګ جان شعرونه وایي، ځکه چه د یوې خوایي ظلم غندلی او له بلی خوا دهیواد او هیواد پالې سره ډیره مینه ښودلي ده . د شعرونو ټولګه یی ((دخوږې نغمې)) په نوم چاپ شوی ده.

خوږ ژبی شاعر ۱۳۳۶ کال د لړم په لسمه د کابل جلالاباد په لاره د موټر د چپه کیدو په له امله د مرګ کومي ته وغورځید . جنازه یی پلرنۍ هدیره کی خاورو ته وسپارل شو. چه یاد به یی تل د هیوادوالو اوولسي ادب کی ژوندي ووسي .

 

 

د ملنګ جان د کلام نمونه:

 

دا زموږ زیبا وطن

دا زموږ لیلا وطن

دا وطن مو ځان دی

دا افغانستان دی

دا د مینې کور زموږ

دا د پلرو ګور زموږ

نه ورکوو چالره

دا د سترګو تور زموږ

نه دی د بل چا وطن

دا دی د شیرشاه وطن

کورد خوشحال خان دی

دا افغانستان دی

دا وطن دی ځان زموږ

دا وطن ایمان زموږ

وایی په خاپوړوکې

داسې ماشومان زموږ

دا مو د بابا وطن

دا مو د دادا وطن

په موږ باندی ډیر ګران دی

دا افغانستان دی

ځاریی له سیندونو شم

ځاری له ډاګونو شم

ځاریی له خوړونو شم

ځاریی له دی غرونو شم

دا زموږ اشنا وطن

درد له مو شفا وطن

زړګی مې پرې روښان دی

دا افغانستان دی

دا وطن زیارت زموږ

دا وطن نعمت زموږ

دا وطن په دې دنیا

دی لکه جنت زموږ

دا وطن صفا وطن

زړه د ایشیا وطن

ژوندون د ملنګ جان دی

دا افغانستان دی

 

 

 

 

 

                              

 

الف.م.الف

 

اوښکه 

کاشکی زه اوښکه وای چی ستا له سترګو 

راڅڅیدلی وای او حج ته تللای 

که حاجی چی د خدای کورته درومی 

ستا اننګو کی می احرام تړلی 

او په دی اوږده مزله کی 

ستا درانه ټټرګرمی 

په روح اوتن سیزلی 

او بیا په سجدو سجدو

د عرفات غونډیو سر ته په سینه ختلای 

او دشکرانی په نامه 

د هغو څوکی می 

په سترګو او خوله موښلای 

***

 

الف.م.الف

آشنا ته !

ته وائې شعرولیکه 

پیل ئی له څه نه وکړم 

زما د زړه په وینو 

سمسور د هیلو بڼګی 

چه می د خپلې ځوانۍ 

دعقل پانګه او د مټوقوت 

د هغه 

د سمسورتیا په لارکی 

په نذرانه ایښې وو 

هغه بی رحمه توپانی سیلیو 

هغه سرکښه او یاغی بادونو ونړاوه ! 

نن پر هماغه مېله

د شنو توتیانو او بلبلو په لاښونو باندی 

شوم لغړڅټي ټپوسان ناست دی ! 

او د تنکیو نابالغو ګلو 

پر هدیرو باندی ځوزان راشنه دی !

نو اوس 

اشنا ته راته لار وښایه 

چه زه د چا په نامه شعر ولیکم ؟

د تالا شوی بڼګی ؟ 

که د بلبل په مړینه ؟

او یا د نامرادو تاندو هیلو په نوم ؟ 

نه ! 

زه څه لیکلی نه شم 

زما له ستړي روح نه کوکې خیږی

له تا نه هیله کوم 

چی می بی سده سرته 

یو څه خودی ورکړی 

او په دی پردیس زړه کی مې 

د مینې شور پیداکړی 

نو پاڅه د مینی په نوم 

ډک کړه دا تش جامونه 

چه پری تازه کړو اشنا 

زما او ستا د تیرو 

خواږه و ترخه یادونه 

  •  

 

الف.م.الف 

ښادي او غم

 

هرڅوک ښادی غواړی او تمه لری چې غم دده د کور په 

موندلو کی لار ورکی شي . 

خو څرنګه  ؟ ښادی بی غمه شتون لری ؟ 

وائی دا دواړه د یوه ټنګې دوه مخه دی . 

ښادی د غم پر اوږو ګرځی . غم بی د ښادی او ښادی بی له غمه 

د پوهیدو وړ نه ده . 

نه له ښادی او نه له غمه خلاصون شته ، کله دا او کله هغه . 

خو د انډول تمه ئی بی بنسټه نه ده .

نیکمرغه هغه دی چه د ژوند په خوښیوو کی ئی د غم 

ونډه دومره وی ، لکه په خوږو خوړو کی چی 

د مناسبی مالګی ونډه وی 

 

الف.م.الف 

 

عقل او عشق 

 

دعشق او عقل اړیکه د پښتنو د تربګنۍ په څیر دی . 

هم ورورولی او هم دښمني ! 

د عقل ژوند بی له عشقه او د عشق هستی بیله عقله ګران کار دی ، خو د 

ددواړو ګډ اوسیدل تر دی هم ستونزمن دی . 

نه له یاره سره کیږی نه بی یاره 

عشق او عقل دواړه لاروي دي ، خو د بیلو لارو

عقل هر څه د سر په سترګو وینی . 

خو د عشق د سر سترګی ړندې دې . هغه نړۍ د زړه په سترګو څاری . 

عقل وائی : راکړه 

عشق وائی : واخله 

عقل شک زیږوی 

عشق پر باور ډډه لګوی . او د مینی هر ټکی په بټو سترګو منی 

عقل پر ګټو مین دی 

ولی 

عشق بایلل غواړی 

هر څه چه دی ، که د عقل دی که د عشق ، ښه دی که بد ، دواړه د خدای 

هست کرده دی . 

خدای چاته عقل او چاته عشق بخښلی . 

شومه دهغو چی : 

نه دا لری ، نه هغه ! 

الف.م.الف 

مینه او وینه 

 

د مینې وړانګو می د زړه پر کور نور وشنده . 

هلته مینه وینه شوه او وینه مینه . 

د تن ګوټ ګوټ می وینې او مینې خړوب کړ او 

زما خاورین تن او ستړی ساه ته ئی د بی پایلې

او تل پاتی ښکلا پر لور ، د نه ستړی کیدونکی الوتنې 

ځواک او توان 

 

الف.م.الف

حوره

حوره د جنت د بسیا ژوند او شیخانو نه په تنګ شوه . په زړه ئی راوګرځیدل : څه کیدل که

د نن او پرون، دغم او ښادۍ دنیا ته راغلی وای ، او د لټې او هڅې خوند ئی څکلای وای .

د زړونو واکمن هغه دی نړی ته راولیږله ، خو هغی چه کله واوریدل دلته هر ګیره ور ځان د

هغی خاوند بولي نو له ویری ئی د ګلو بڼ ته پناه یوړه ، هلته د ګل بوټو له څانګو راوټوکیده

، غوټی شوه ، وسپړیده او ګل شوه ، او بیا د سهارنی وږمې په غیږ کی پاڼه پاڼه ورږیده او

سا ئی ورکړه .

دریغه چه چا د حوری ښکلا و نه لیدله !

 

چپاول دارایی های مردم توسط زورمندان ، جنگ سالاران و مفسدین داخل حاکمیت

Druckversion | Sitemap
© Rahema نشر مجدد مضامین این صفحه با ذکر منبع مجاز است