دافغانستان د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله د شهادت د شلم تلین په مناسبت

 !په خوست کي د وطن ګوند د ولایتی شورا اعلامیه  

 

  د ۱۳۹۵لمریز کال دتلي پينځمه دافغانستان دوتلې څیرې ،زړه ورسیاست  وال  دملي روغې جوړې نوښتګر ، ریښتیني اتل ، دافغانستان دپخواني جمهوریس ډاکټر نجیب الله دشهادت د شلم تلین سره برابره ده داورځ زمونږ دهیواد په تاریخ کې زمونږ دولس پر وړاندې دبهرنیوتوطیو او دسیسو دتکرار یو غمجنه او زړه بوګنوونکې ورځ ده په همدې ورځ پخوانی جمهور ریس دوطن ګوند موسس په یوه نړیواله توطیه کې دبهرنیو اجیرانو او انسان وژونکو کړیو سره تړلو کسانو دخپلو تورمخو بادارنو او دنړی دسترو ښکیلاکګرو ځواکونو په امر او هدایت په داسې حال کې شهید کړل شو چې ده په پلازمینه کابل کې دملګرو ملتونو په سیاسي مقر کې ددغه نړیوال ځواک په خونه کې پناه اخیستي وه .

افغانان دهیواد په دننه او بهر کې دافغانستان دپخواني جمهور ریس دشهادت شلمه کلیزه په داسې شرایطو کې لمانځې چې دمګړی دهیواد روښانه برخلیک په دوړو او وریځو کې پټ ښکارې او هیواد په یوه ستر انسانې او زړه بوګنونکي ناورین کې ډوب دی .وضعه خورا پیچلي ،دردونکي، له زغمه وتلې او دهیواد دله منځه تلو خطر ورځ تربلې لاپسې زیاتیږي .

داپه داسې حال کې ده چې زمونږ دهیواد په اړه نړیوال سیاستونه مخ پربدلیدو دي چې بې له شکه به زمونږ دهیواد په سیاست او معيشت ژوره او څرګنده اغیزه وکړي او هیواد به دنورو نویو چلنجونو او ننګونو سره مخامخ کړي.

دالمړی ځل نه دی چې په هیواد کې داسې شرایط واکمنیږي  تاریخ څو څو ځله دداسې شرایطو شاهد پاتي شوی دی خو پداسې شرایطو کې هغه څوک ددې ملت دسترګو تور جوړشوی چې يوازې یې دخپل ولس خوا نیولي ده . دافغانانو دتاریخ اتل هغه څوک دی چې خپل بد افغان یې دبل ښه انسان څخه ښه ګڼلی او دورور په ویلو یې هغه خپلې خواته کینولی دی خوله بده بخته چې اوس داسې مشر نشته .

مونږ پدې باور یو چې که د اوسنیو حالاتو او وضعې دبدلون لپاره لازمې لارې چارې ونه کارول شي او هیواد دروان ناورین څخه ونه ژغورل شي دابه دافغانانو په تاریخ کې دافغان مظلوم ملت پر وینې بهیدونکي ټپ دتیزابو پاشل وي او تاریخ به په ډیر تاسف داله ځان سره وساتي چې یو وخت افغانستان دبل په ټس کې دبربادی سره مخامخ شو ، ددې اوږدې او سترې غمیزې عاملین به بیا یوازي هغه څوک پیژندل کیږي چې نن دکړکیچ په سرکې ولاړ دي.

ډاکټر نجیب الله په داسې شرایطو کې واک په لاس کې واخیست چې هیواد په بشپړ ډول دجګړې په ډګر بدل شوی وو او نجیب الله یې دستر تاریخې ازمایش سره مخامخ کړی وو.

ده دیوه نوښت ګر او زیرک سیاست وال په توګه هیواد د جګړې، بحران او کړکېچ څخه درایستلو  او د نا انډوله ملې ضد سیاست په وړاندې  خپله دویاړه ډکه د(ملي مصالحې) بين الافغاني تفاهم تګلاره اعلان او ټول امکانات یې برابر کړل ترڅو مقابل لوری (وسله وال اپوزيسيون) وکولی شي دتیر خپګان په هیرلو سره له هغو فرصتونو څخه چې دملي روغې او جوړې پربنسټ منځ ته راغلي استفاده وکړي ، او پدې توګه دجګړې دبندولو په خاطر مذاکرې او تفاهم ته چمتو شي ،نجیب الله داخبره په ډاګه کړه چې هیوادنی مسلې اوس مهال دومره پیچلې شوې چې یوازې یو څوک په یوازې توګه نشي کولای هغه حل کاندي او دافغانستان دمسلو یو اړخیزه حل په اوس کې واقعیت نه لري پرهمدې بنسټ یې دیوه ګوندې دولت پرځای دټولو افغانانو دملي یوالي ،ملي مشارکت ،او ملي وفاق دحاکمیت رامنځ ته کیدل هدف وګرځاوه .

دوکتور نجیب الله دملي او تاریخي اړتیا پربنسټ دملي روغې جوړي سیاست ددوام څخه یوه شیبه هم په شا نه شو او په یوه اړخیزه توګه  یې مقابل لوری پخلاینې  اوروغې جوړې ته راوبلل او پدې توګه یې دملي، اسلامې او تاریخې رسالت او دندې پربنسټ دسولې ، امن ،ثبات، سیاسي ټېکاو او په هیواد کې دروان ناورین  دپای ته رسیدو ، دهیواد دبیارغونې ، ولسواکۍ، پرمختګ په ټولیزه توګه دهغه څخه پربنسټ یې چې دافغان ولس سره یې کړې وه دجنګ جګړو دلمنې دټولیدو ،دملي وفاق او یوالي درامنځ ته کیدو دهیواد ځمکنی بشپړتیا ،ملي حاکمیت او ملي خپلواکۍ او دهیواد دملي ګټو دخوندې توب په هیله دملګرو ملتونو دسازمان  دلمړني پنځه فقریز پلان پر بنسټ دخپل دولتي واک څخه لاس په سر شو او په ډیره زړور تیا سره یې داستر تاریخي رسالت ترسره کړ.

دملي روغې جوړي پلان چې دتطبیق وروستي پړاو ته رسیدلی وو پخوا شینی سره چې دغه پلان دیوې نړیوالې توطیې او دسیسي په ترځ کې دیو شمیر بهرنیو هیوادونو داسلام اباد سره په تفاهم کې او دا راز دیو شمیر بې لارې جهادي تنظیمونو ددولت او  وطن ګوند په اډانه کې دپنځم ستون دکړیو او په ټوله کې دشمالي ټلوالې په مرسته ناکام ...  او دواک دلیږد پروسه یوې بې طرفه شوراته ګډه وډه شوه او هیواد دقدرت دتشې  په ډنډ کې ورګډ او دباتورو افغانانو هیلي او ارمانونه  له خاورو سره خاورې شول او هیواد یوځل بیا داوږده اخ او ډب او کور سوځوونکو جنګ جګړو په ډګر واوښت چې داجګړه تردې مهاله په ټول قوت سره روانه ده .

ددې پلان ناکامیدل له شک پرته نه داچې دملګرو ملتونو سازمان  ستره سیاسي او اخلاقي ماته وخوړه او دهغې ځانګړی استازی بینين سیوان بدنام شو ترڅنګ یې افغان ولس هم  ددې پلان دماتې  ډیره لوړه بیه پریکړه او پریکوي یې کوم چې نجیب الله دپیښیدو خبر داری ورکړی وو.

ډاکټرنجیب الله په کابل کې دملګرو ملتونو په ديپلوماتيک مقر کې سیاسي پناه واخیسته او دڅلورو کلونو څخه دزیاتې مودې په تیرولو سره هلته بندېوان پاتې شو چې دتوطیو او دسیسو په دوام کې په ۱۳۷۵ لمریز کال دتلې په پينځمه طالبانو دکابل په نیولو سره دملګرو ملتونو دسیاسي مقر دخوندېتوب په پام کې نه نیولو سره نجیب الله په زور او جبر سره داستوګنځي رابهر  او دمحاکمې پرته یې لمړی سخت شکنجه او شهید کړ بیا یې دخپل ورور شهید جنرال احمدزي سره یوځای دانساني کرامت ، اسلامي ،بشري او افغاني منل شویو دودونو او نړیوالو اوصولو پرخلاف دارته وخیږاوه کوم چې پلان یې لا له وړاندې دهیواد دپلو بهر جوړشوی وو او طالبانو یې ظاهراً مسولیت پر غاړه واخیست .شهيد ډاکټر نجيب الله د ملګرو ملتونو په خونه کې څلورنيم کاله د خپل مېړني او باتور ولس په غمونو او کړاوونو کې شريک پاتې شوی او ټولې لوړې او ژورې یې د افغانستان د تلپاتې نوم او د دغه هېواد د خلکو په نوم وګاللې.

د شهيد نجيب الله نوم د سولې، ملي روغې جوړې، د هېواد د امن، ثبات او سوله غوښتونکو پرګنو سره نه شلېدونکی تړاو لري. ده خپل هر څه د خپلو باتورو خلکو او سرلوړي هېواد سره تړلي وو، په ژوند او مرګ د خپلو خلکو پرمخ لکه لمر وځلېده.

هوکې.. زمونږ اتل ستاسې اتل او دوطن اتل دملګرو ملتونو سپینه جنډه چې دکابل ښار د۶۵۰۰۰ بې ګناه او بې وسو اوسیدونکو په وینو لیته پیته شوې وه، په خپلو پاکو اوښکو پریمنځله  او په میړانه یې د شهادت د ویاړه ډک جام دیوه سرلوړي،تل پاتې، خپلواک، ناپیيلي، واحد او دځمکنی بشپړتیا او ملې خپلواکۍ لرونکي افغانستان په هیله په سرلوړی او میړانه پورته کړ او دایې ماته تاته او ټولو ته ثابته کړه چې .. (وطن یاکفن) 

اوس نو افغان ولس حق لرې داخبره مطرح کړې چې په پایله کې  ددې (معاملې) له مخې چې دافغانستان دپلو بهر جوړه شوې وه نجیب الله ترڅلورو کلونو زیات کابل کې دملګرو ملتونو په مقر کې پاتې شو او ملګرو ملتونو ولې او څنګه ونشوای کولای دمخکینیو توافقاتو پربنسټ  ډاکټر نجیب الله په خوندي ډول کوم بهرني هیواد ته ولیږدوي په داسې حال کې چې دافغانستان حاکم دولت دبرهان الدین رباني په مشری دملګرو ملتونو دسولې پلان د سبوتاژ مسوول  او دملګرو ملتونو په سازمان کې استازیتوب هم درلود  ددې کار لاملونه او خنډونه څه وو؟

افغانان د وطن ګوند غړي او د ملګرو ملتونو د سولې د عملي پلان ته ژمن ځواکونه دتیر په څیر یوځل بیا په جدې ډول ددې غوښتونکي دي چې که ملګري ملتونه دخپل بایللي نړیوال باور او حیثت داعادي غوښتونکي وي او غواړي چې دهیواد والو بیا بیا غوښتنو ته  قانع کوونکی ځواب ووایې ، نو دډاکټر نجیب الله او دده دورور شهید احمدزي په وړاندې ددې ستر ناورین دڅرنګوالي جزیات او دهغې په اړوند حقایق دي ژر ترژره دافغانستان خلکوته په ډاګه کړي له دې پرته  په یاده فاجعه کې دملګرو ملتونو لاس درلودل  هیڅوک نشي ردولی او ددې فاجعې دبې ننګی تورداغ به د تل لپاره دملګرو ملتونو  پرټنډه پاتې وي.

دادی اوس دډاکټر نجیب الله دشهادت له حماسې څخه پوره شل کاله تیریږي خو لکه څرنګه چې لیدل کیږي نجیب الله دهرې ورځې په تیریدو سره دهیواد دسیاسي بهیر په ټولو اړخونو کې خپل اغیز ناک او ځواکمن حضور خپلوي  دده افکار په سیاسي خوځښتونو او معنوې شخصیت یې دولسونو او دهیواد دګڼو پرګنو په زړونو او رګونو کې ځای نیسي

په ډیرې خوشینی او تاسف اوس چې افغانانو خپل ګران او ملي مشر له لاسه ورکړی دی ، نو پرمونږ ده چې دده دملي ارمانونو او سیاستونو دتطبیق په لاره کې اوچت او درانه ګامونه پورته کړو او بې له ویرې  دستر نجیب الله دسترو ارمانونو دپرځای کیدو لپاره هڅه او هاند وکړو .

ویاړلې دې وي دستر نجیب الله دشهادت شلمه  کلیزه

 

ـــ په ملی شورا د شهید داکتر نجیب الله افتتاحیه وینا

ـــ رویداد های داخلی و خارجی 

Druckversion Druckversion | Sitemap Diese Seite weiterempfehlen Diese Seite weiterempfehlen
© Rahema نشر مجدد مضامین این تارنمابا ذکر منبع مجاز است