کابل ـ افغانستان 

 

د وطن ګوند د سراسری شورا د رییس استعفا

او دګوند دنوی رییس د وړاندیز په اړه د ګوند د رییس یادداشت

دسراسری شورا اومی غونډیته 

نیټه ۳۱/۳/۱۳۹۸

 

ډیرو درنو او محترمو ملګرو!

نن یو وار بیا ستاسی حضور ته د ګوند دمشر تابه څخه خپلی استعفا وړاندی کوم . لکه چی می مخکی هم ویلی دی  زما دا استعفا دګوند څخه یا په ګوند کی دفعال او مسولانه کار څخه د استعفا په معنی نه ده.

د وطن ګونددبیا رغیدنی نه وروسته یعنی د ۱۳۹۱کال دمیزان له میاشتی را په د یخوا ستاسی د لورینی او اعتماد پر بنسټ د ګوند د مشرتابه مسولیت را په غاړه دی . په دی اوږدی مودی کی ما خپل وخت او خپله تجربه په ډیر صداقت سره ګوند ته وقف کړ.او خوشحاله یم چی په ډیرو مواردو کی ستاسی مرستیاو حمایت دستونزو او ناخوالو سره په مبارزهکی زما ملا راوتړله . زه ستاسی ټولو ملګرو نه او په خاصه ټوکه د اجرائیه هیآت له غړو څخه د پراخی مرستی او ملاتړ په خاطر منندوی یم . له څه مودی را پدیخوا چی ما په مسلسله ټوګه د استعفا مسله  مطرح کوله تر هر څه دمخه ما هغه تشکیلاتی زاړه اعتقادات په نښه کړی وو چی ګواکی دګوند دمشرتابه  د بدلون تر شا حتمآ باید په ګوند کی اختلافات او پر مشرتابه ژوره بی باوری پرته وی . بی ځایه او غلطه انګیرنه داسی وه چی د ګوند مشر باید خپل اعتبار له لاسه ورکړی تر څو دتعویض مسله یی مطرح شی .   زه په دی عقیده یم چی دګوند په مشر تابه کی دملګرتیا او اعتماد د فضا په چوکاټ کی بدلون دیوه نوی تحرک لامل ګرزیدی شی، چی موږ ورته په اوسنی  وخت کی خورا ضرورت لرو.

په ډیر ویاړ سره ویلی شم چی زموږ ګوند ( دوطن ګوند ) یو نوښتګر ګوند وو او دی . راځی چی دا نوښت هم موږ دخپل ګوند په نامه ثبت کړو چی د ګوند په مشرتابه کی بدلون ، د مخکینی مشرتابه  دټول اعتبار او احترام په حفظ دملګرتیا ، ګوندی وحدت او اعتماد د روښانی بیلګی  په حیث د مثال نمونه وګرځوو.

مخکی له دی چی زه خپل مشخصوړاندیز مطرح کړم غواړم په یوه ټکی تاکید و کړم چی زموږ ګوند واحد او د اتنیکیاو جغرافیی پر بنیاد په قطعی ډول سره نه بیلیدونکی ګوند دی، زموږ د ګوند ملګری او سازمانونه د هیواد او نړی په هر ګوډ کی چی دی دګوند سره په رابطه کی مساوی اعتبار ، مساوی مکلفیتونه  او برابر حقونه او صلاحیتونه لری.

زه په دی باوریم چی زموږ فرصتطلبه بد خواهانبه د راتلونکی بدلونونوڅخه د خپلو کرغیړنو مخوڅخهپه ګټه اخیستنی  او  دګوند پرضدبه پراخو تبلیغاتو ته ملا وتړی . زه دویټولو ته لا دمخه اعلان کوم چی دپخوانه لازیاتبه خپلفعال شتون په اجرائیه هیآت کی ساتم او دګوند مشرتابه سره دفرصت طلبه عناصرودعزائمو خلاف او په ګوندی چارو کی د هرډول تشی  دډکولو په خاطر د هراړخیزی مرستی ژمنه تازه  کووم.

ما په مستقیم او غیر مستقیم ډول دګوند داجرائیه هیات  دغړو او دسراسری شورا د یویبرخیغړو سره په مشوره ددی  موقف د  تر لاسه کولو په خاطر د څو ملګرو  نوملړ ترتیب او وړاندی کړ ،لهټولو ملګرو سره چی مشوری تر سره شوی او په تیره بیا د هغو ملګرو سره چی نومونه یی په نوملړ کی شامل وو  په ګډه دی نتیجی ته  ورسیدو چی ددی مقام د احراز لپاره  د دی درنی او صلاحیت لرونکی غونډی ته دداسی یوه ملګری نوم پیشنهاد کړای شی  چیزموږ په ګوندکی  داوږدی مودی او په بیلابیلو شرایطو کی داوږدی ډاډ منیتجربی لرونکی وی .

تاسی ملګری عبدالبشیر پیوستون ښهپیژنی. دده په دپلماتیکی ساحه کی تجربه او دوطن ګوند دتشکیلاتی پاشلتیا نه را په دیخوا په هیواد او دهیواد څخهبهر ، دګوند دبیا راټولیدنی هوډمنه مبارزه ،ددوینوښتګری هڅی اودهر څه  نه زیاتدګوندی ملګرو سره په سلا مشوری کی عمل کول ، د ملګرو ددی پیشنهاد بنسټ جوړوی او پر دی بنیاد دادی  د وطن ګوند سراسری شورا دریاست او دګوند مشرتابه  د مقام دسمبالتیا لپاره د ملګری پیوستون نوم ستاسی درانه حضور ته وړاندی کووم او له تاسی څخهددی وړاندیز د ملاتړغوښتنه کوم .

په درناوی 

میر افغان باوری 

دوطن ګونددسراسری شورا رییس

 

ـــ رویداد های داخلی و خارجی 

Druckversion Druckversion | Sitemap Diese Seite weiterempfehlen Diese Seite weiterempfehlen
© Rahema نشر مجدد مضامین این صفحه با ذکر منبع مجاز است