دوطن ګوند دننګرهار د ولایتی شورا د اجرائیه هیآت پراخه غونډه

دجلال آباد ښار ــــــ د۱۳۹۶ کال د میزان نهمه

 

 دوطن ګوند دننګرهار دشورا اجرائیه هیات د میزان په نهمه نیټه  دجلال آباد په ښار کی پراخه غونډه جوړه کړه .  په دی غونډه کی چی د وطن ګوند د سراسری شورای غړی ښاغلی سیداعظم عارف په مشری تر سره شوه ددی ولایت ۴۲ ګوندی فعالینو او کادرونو ته په دی غوندی کی دګډون  بلنه ورکړی شوی وه.

غونډه د قران عظیم الشان د څو آیاتو په تلاوت پیل شوه ورپسی دوطن ګوند  دمرکزی شورا د اجرائیه هیآت غړی او ددی ګوند دتبلیغاتو اوستراتیژیکو څیړنو د شعبی مرستیال ښاغلی استاد سیداګل پاڅون دسراسری شورا د اجرائیه هیآت  او د ننګرهار د ولایتی شورا  دناستو پریکړی غونډی ته په تفصیلی ډول وړاندی کړی چی دګډونوالو له خوا  دملګرتوپ په ګرمو ولولو تائید او دهغی په اړوند نظریات څرکند شول.

په غونده کی ٬ د اجندا سره سم دویاړلی شهید٬ د وطن دګوند پخوانی مشر داکتر نجیب الله د شهادت د یوویشتم تلین په اړوند دوطن ګوند دسراسری شورا اعلامیه چی په پښتنو او دری ژبو  چاپ شوی وه ګډونوالو ته توزیع او پښتو متن یی دښاغلی استاد عبدالجلیل له خوا ولوستل شو.

ورپسی  دوطن ګوند دسراسری شورا د اجرائیه هیات غړی اوددی ګوند دمشرقی زون  مسول داکتر سلطان جان شفا له خوا د ګډون کونکو سوالونو ته په ورین تندی ځوابونه وویل شول او ورسره ورسره یی  په هیواد کی د روانی ټولنیز او سیاسی وضعی په هکله پراخ معلومات ورکړل. نوموړی زیاته کړه چی د وطن ګوند موجوده مشرتابه هیآت او ټول غړی د ګوند د ۱۳۹۱ کال د عمومی مجمعی پریکړو او تصامیموته وفادار دی او دوطن ګوند معنوی رهبر شهید داکتر نجیب الله د لارښونو په بنسټ او دروغی جوړی سیاست  په رڼا کی  دتل په شان اصولی وحدتونو او ګډو هڅو لپاره غیږ پرانستی ده. .

په غونډی کی مالی مسایل ٬ پیشنهادونه او انتقادونه وڅیړل شول او دعایی په ترڅ کی  دلوی خدای له درباره څخه دهیواد دآبادی او سوکالی په غوښتنی سره غونډه پای ته ورسیده.

ومن الله التوفیق

دننګرهار دولایتی شورا رئیس داود شاه خوشحال

 

ـــ په ملی شورا د شهید داکتر نجیب الله افتتاحیه وینا

ـــ رویداد های داخلی و خارجی 

Druckversion Druckversion | Sitemap Diese Seite weiterempfehlen Diese Seite weiterempfehlen
© Rahema نشر مجدد مضامین این تارنمابا ذکر منبع مجاز است