بیا د خپل ګلاب ارمان له څانګو نه الهام اخلو

ځو لکه خوشبو د ژوبلو زړونو په لور ګام اخلو

بیا د یوه سپین نجیب د سپينو لاسو جام اخلو

تږیو ته زم زم وړو خو قدم ورته په پام اخلو

 

موږه بیا د عشق له ګلابي وږمو نه سا اخلو

موږه د یو لمر له پلوشو ځنې رڼا اخلو

بیا هم د قرآن له سپينو تورو نه ځلا اخلو

ځو او د سمون په لور قدم په بسم الله اخلو

 

زموږ لاره د خدای او د رسول او د قرآن لاره

زموږ لاره د مینې، پخلاېینې د ارمان لاره

زموږ لاره د زړونو د زخمونو د درمان لاره

زموږه د ویاړلي او خپلواک افغانستان لاره

 

دې ملت ته غل-غدو – غدار اوس معلوم شوی دی

دې ملت ته خپل هر خدمتګار اوس معلوم شوی دی

دوی ته هر لېوه – نهنګ – ښامار اوس معلوم شوی دی

دوی ته هره لوبه، هر کردار اوس معلوم شوی دی

 

راشئ د نجیب د د ارمانونو د ډيوو لښکر

راشئ ای د حق د لمر د سيپینو پلوشو لښکر

 

راشئ د قرآن او د قلم او د سپېدو لښکر

راشئ ای د تورې د مېړانې او جرګو لښکر

 

شرم دی چې موږ د یو ارمان خلک بېل بېل اوسو

شرم دی چې موږه د ګوګړ په لاس کې تېل اوسو

شرم دی چې نور غلیم ته ټيټ سرونه اېل اوسو

شرم دی دانه، دانه؛ خېل خېل اوسو بګېل اوسو

 

 ملت مو مل دی، دوی مو ملا تړي، وحدت په کار دی

یو انسجام او یو تدبیر او حرکت په کار دی

د زمانې له تقاضا سره سیاست په کار دی

له دې بن بسته د وتلو یو جرأت په کار دی

 

ځار شمه چې دار شي ورته ټيټ، او دار ته ټيټ نه شي

ونیسي له ستونې ښامار؛ دی ښامار ته ټيټ نه شي

هسکه غړۍ ودرېږي، د دېو ګذار ته ټیټ نه شي

کاڼي ورته پښې مچوي، دی سنګسار ته ټيټ نه شي

 

ای نجیبه ستا په څېر به نه شي داسې سر پیدا

نه به ستا په څېر داسې باتور شي او زړور پيدا

وړي چې ستا کاروان منزل ته، شي دې داسې نر پيدا

ستا په لارویانو کې به خدای کړي یو رهبر پيدا

 

خوب وینم محشر کې چې د خدای مخلوق رنګ رنګ ولاړ

ته نجیبه منځ کې لکه غر یې داسې دنګ ولاړ

ګورم پرښتې چې ستا په مخه کې کتار تړي

لمر راځي او ستا په سر د وړانګو یو دستار تړي

۱ – ۷ – ۱۳۹۵

 

 

 

ـــ په ملی شورا د شهید داکتر نجیب الله افتتاحیه وینا

ـــ رویداد های داخلی و خارجی 

Druckversion Druckversion | Sitemap Diese Seite weiterempfehlen Diese Seite weiterempfehlen
© Rahema نشر مجدد مضامین این تارنمابا ذکر منبع مجاز است