دلوی او بخښونکی خدای  په نامه

 دوطن ګوند داجرائیوی هیآت یاداشت

 
څه موده مخکی دوطن ګوند دپخوانی اجرائیه هیآت غړی او دهیواد کورنیو چارو پخوانی وزیر الحاج راز محمد پکتین په خپل خپاره کړی یاداشت کی  په لاندی ټکو دوطن ګوند دغړو  دپیوستون هڅو څځه خپل ملاتړ اعلان کړ :
« زه د وطن ګوند د اجرائیه هیئت د غړي په توګه دوطن ګوند د ټوټه شویوجزیرو، سیاسي جوړښتونو او منفردو سیاسي شخصیتونو هغه هلي ځلې چي د ملي ګټو پر بنسټ يې د ځانپالني او کوچنیو محورونو په نفي کولو سره د وطن ګوند د فوق العاده کنګرې د جوړولو په لور د یوه ګډ میکانیزم په چوکاټ کي پیل کړې دي، تائیدوم او ملاتړ يې کوم. او د دې ملي دموکراتیک او وطنپالونکي ځوځښت په ځواکمن کیدو کي به دخپلو امکاناتو په چوکاټ کي له هیڅ ډول هاند څخه ځان ونه سپموم. زما په آند او باور هرڅومره چي ددې هلو ځلو دایره پراخه او د وطنپالو روڼ آندو رښتینو سیاسي شخصیتونو او کړیو د راټولولو زیات توان ولري په همغه اندازه به وطن او خلکو ته د چوپړ په لاره کي آغیزمن وي. زه ځان محوري، په اشخاصو او نومونو پوري ځان نښلول، رښتیني یووالي ته د رسیدو په لار کي ستر خنډ بولم. برسیره پردې نظر او شعار ته په عمل کي ثابت پاتي کیدل او رښتینولي، موخو ته د رسیدو لپاره مهم او ضروري عنصر بلل کیږي.»
موږ په داسی حال کی چی د ښاغلی پکتین  صاحب  اقدام ستایو او په دی لار کی دموظف کمسیون ددندو دبریالیتوب په کار دهغی اغیزی په پوره ټوګه احساسوو  دګوند دټولو پخوانی مشرانوڅخه هیله لرو چی د ورته موقفونو  اعلان او په عمل کی دځپلو امکاناتو څځه په ګټی اځیستو دوطن ګوند دغړو د پراخ سیاسی او تشکیلاتی پیوستون په لار کی  ځپلی تاریځی دندی تر سره او دهیواد دروڼ اندو دتکړه مټ ( دوطن ګوند) دپیاوړتیا لپاره خپلی هڅی شریکی کړی. 
دښاغلی الحاج راز محمد پکیتن څخه په مننی او ددوی دپوره روغتیا په هیله
 دوطن ګوند اجراېيه هیآت

 

ـــ په ملی شورا د شهید داکتر نجیب الله افتتاحیه وینا

ـــ رویداد های داخلی و خارجی 

Druckversion Druckversion | Sitemap Diese Seite weiterempfehlen Diese Seite weiterempfehlen
© Rahema نشر مجدد مضامین این تارنمابا ذکر منبع مجاز است