د وطن ګوند د غړو د پوهاوې ګډې کمیټې نوبتي ناسته ترسره شوه

.


نن د جمعې ورځ د ۱۳۹۷ کال د غبرګولي د میاشتې ۱۸ نیټه چې د ۲۰۱۸ میلادي کال د جون د میاشتې ۸ نیټې سره سمون خوري د وطن ګوند د غړو د پوهاوې ګډې کمیټې ناسته دمحترمانجینر نظر محمد په مشرۍ په داسې حال کې چې د افغانستان د ترقۍ ګوند مشر محترم پوهاند دوکتور نجیب الله امرخیل هم برخه درلوده په کابل ښار کې ترسره شوه.
د غونډې ګډونوالو د تیرې ناستې د سپارښتنو په تعقیب د محترم عبدالجبار قهرمان سره د شو
یو موافقو فورمول بندۍ په اړه اوږدې او هر اړخیزه خبرې وکړې چې په پایله کې د پنځو مادو په ترڅ کې د رایو په اتفاق هوکړه لیک تصویب کړ چې د مصوبی بشپړ متن به په ځانګړې توګه د ټولنیزو رسنیو له لارې د وطن ګوند د غړو او مینه والو د خبرتیا په موخه خپور شي. 

همداراز د غونډې ګډونوالو د وطن ګوند د غړو ګډ بهیر سره د محترم پوهاند دوکتور نجیب الله امرخیل په مشرۍ د افغانستان د ترقۍ ګوند بشپړ یوځای کیدل یوه ستره لاسته راوړنه وبلله او د وطن ګوند د غړو د یووالي او همغږۍ د لا پیاوړتیا په لور یې بل ارزښتناکه ګام وباله او پریکړه وشوه چې دغه اقدام دې د یوې ګډې اعلامیې په ترڅ کې خپور شي.

همدارنګه په غونډه کې له هیواد څخه بهر د وطن ګوند د غړو د پوهاوې ګډ جوړښت د رامنځته کیدو په اړه لکه چې د دې ګمیټې د ۱۳۹۶ کال د مرغومي د میاشت په ۲۲ نیټې په اعلامیې او طرزالعمل کې ورته اشاره شوې او همدارنګه د روان کال ګډې پالټاکي ناستې د سپارښتنو په پام کې نیولو سره ټول اړخیزې خبرې وشوې او په پایله کې په بهر کې میشت یو شمیر ملګري د حوزو او هیوادونو په تفکیک سره په نښه کړل او پریکړه وشوه چې په بهر کې د پوهاوې ګډ جوړښت رامنځته کیدل او ورسره د ګډې کمیټې پریکړه د یوې خبرپاڼې په ترڅ کې د وطن ګوند د غړو او مینوالو د خبرتیا لپاره د ټولنیزو رسنیو له لارې نشر ته وسپارل شي. 

د غونډې برخوالو د پوهاوې ګډ بهیر د لا خوځښت او غښتلتیا په اړه هم ټول اړخیزې خبرې وکړي او پریکړه وشوه چې د هغو سیاسسي جوړښتونو او انفرادي شخصیتونو سره چې له مونږ سره ګډه مخینه(ګذشته) او لیدلوری لري د تماسونو سلسله جاري وساتل شي او د ځانګړې مشخص کاري پلان په ترتیبولو سره دا بهیر ګړندی او د پایلو څخه یې د ګډې کمیټې راتلونکو ناستو کې یې راپور وړاندې شي. 
باید یادونه وشي چې د ګډې کمیټې په بلنه په نننۍ غونډه کې بهر میشت ملګرو جمشید پایمرد او کبیر کمال چې هیواد ته راستانه شوي دي هم برخه درلوده. غونډه د هیواد د سوکالۍ او ښیرازۍ په هیله د بشپړ یووالي په فضا کې پای ته ورسیده.

 

و من الله توفیق

 

 

ـــ په ملی شورا د شهید داکتر نجیب الله افتتاحیه وینا

ـــ رویداد های داخلی و خارجی 

Druckversion Druckversion | Sitemap Diese Seite weiterempfehlen Diese Seite weiterempfehlen
© Rahema نشر مجدد مضامین این تارنمابا ذکر منبع مجاز است