د وطن ګوند د ننګرهار دولایتی شورا اجرائیه هیئات خبرتیا 

د وطن ګوند د ننګرهار د ولایتی شورا او اجرائیه هیئات غونډه د پنج شنبه

( ۲۱. ۶ . ۱۳۹۸ ) د جلال اباد په ښار کی د محترم حاجی یونس د سراسری شوراد اجرائیه هیئات غړی او دننګرهار د ولایتی شورا د 

 مرستیال په مشری جوړه شوه  . غونډه د کلام الله مجید د مبارکو آیاتونو په تلاوت پرانیستل شوه او په لمړی سر کی د تشکیلاتی او مالی مسایلو  تر بحث ورسته د وطن ګوند د جزایرو او کړنو په هکله د ګوند دسراسری شورا د اجرائیه هیئات غړی محترم سیدا ګل پاڅون له خوا د غونډی ګډونوالوته هر هړخیزه معلومات ورکړل شول او په دی هکله لازم تدابیر تر سره شول .

غوندی دننګرهار ولایت ستونزمنو حالاتو ته په کتو سره د ننګرهار د خلکو خپګان سره همغږی او د ددی تر څنګه چی دامنیت په ستالو کی زموړ د میړنی وسلوال پوځ سرښندنو نه مننه وکړه پر یو لړغیر مسولانه کړونو یی خپل ژور خپګان و ښود او په ګلکه یی اعتراض وکړ دبیلګی په ډول  په ننګرهار کی دخوب په حالت کی  صرف دیوی ادعا یا اطلاع پر بنیاد یوځای دڅلورو ورنو وژل یی دیو کرغیړن عمل په توګه و غنده .

جلسی دامنیتی وضیعت په هکله ژوره اند یښنه وښوده ٬ ترور ٬ ځان وژنی ٬ بمی چاودنو او هدفی وژنو په خاطر یی دجګړه پالو مافیایی کړیو اعمال و غندل او دشهید داکتر نوروز خان شینواری په شهادت یی خپګان ښکاره کړ .

 غونډی کی دامریکا او طالبانو تر منځ د خبرو په هکله بحث وشو ٬ جلسی په داسی حال کی چی دسولی پر حقیقت او ماهیت تکیه درلوده  دګوند پر سوله غوښتونکی دریځ ټینګار وکړ او هغه یی دهیواد والو تر ټولو ستره هیله او غوښتنه وګڼله .

داچی هیواد د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کی دی ٬ په دی هکله دګوند دغړو دمعلوماتو او سم دریځ دنیولو په خاطر پراخی خبری وشوی او دننګرهار په سطحه ګوندی غړو او شوراګانو ته لازمی لارښونی تر سره شوی .

په دی غونډی کی  محترم ملګرو ٬ دوطن ګوند دسراسری شورا اجرائیه هیئات غړی سیدا ګل پاڅون ٬ دوطن ګوند سراسری شورا غړو استاد عبدالرشید ملکزی ٬ سیداعظم عارف اودوطن ګوند دننګرهار ولایتی شورا غړی محترم استاد سردارګل خبری وکړی 

 

 

ـــ رویداد های داخلی و خارجی 

Druckversion Druckversion | Sitemap Diese Seite weiterempfehlen Diese Seite weiterempfehlen
© Rahema نشر مجدد مضامین این صفحه با ذکر منبع مجاز است