د سیداګل پاڅون لیکنه

 

داحمد شاه بابا د شعر او شاعری په مورد

 

احمد شاه ابدالی د هرات د حکمران د زمان خان زوی ، په خټه ابدالی سدوزی و . په ۱۱۳۵ هجری قمری ( ۱۷۲۲ میلادی ) زیږیدلی . مور یی زرغونه انا نومیده . احمد شاه بابا په ۱۱۸۵ هجری قمری ( ۱۷۷۳ میلادی ) کال کی وفات شوی دی . 

احمد شاه بابا سربېره پر هغه چې د منځنۍ آسيا يو نوميالی پاچا او بريالی فاتح و، د تورې سره يې قلم هم درلود، او پر علم هم مين و، د علماو مجلس يې تر هر مجلس خوښ و او علماو هم دی د خپل سر سيوری گاڼه، همدا سبب و چې د هند ستر علمي او روحاني شخصيت شاه ولي الله دهلوی ده ته بلنه ورکوله چی هندوستان ته ورشی او د هندوستان مسلمانان له جور او ستمه وژغوری .

احمد شاه بابا ټول خلک د یو لوی پاچا په حیث پېژني خو په دې نه پوهېږي چې یو ملي مبارز او شاعر هم وو. ده په کوچنیوالې کې دیني علوم خط او کتابت د خپل وخت د عالمانو څخه زده کړې وو, او د ښه سواد خاوند وو, او په پښتو او پارسي ژبو کې لیکنه کړې دي. لوی احمد شاه بابا د زمامدارۍ او پادشاهۍ ترڅنگه د شعر او شاعرۍ سره ډېره لېوالتیا درلودله او کله به چې د خپلو فتوحاتو او کارونو څخه فارغېده د مهمو حوادثو او واقعو یاد به یې په خپلو اشعارو کې کاوه او په دې ډول شعرونه یې لیکل. 

 

د بابا د پښتو اشعارو دیوان چې د لومړي ځل دپاره په کال ۱۳۱۹ هجري شمسي کې په کابل کې د پښتو ټولنې لخوا د علامه عبدالحی حبیبی د يوې اوږدې سريزې په اهتمام چاپ شو.او بيا په کال ۱۹۶۳ سپوږمیز (میلادي) د نومبر په مياشت په پېښور کې د پښتو اکادمۍ لخوا چې د دوو نورو خطي نسخو سره مقابله شوې وو، چاپ او خپور شوې دي. د بابا په اشعارو کې ملي, عشقي, تصوفي, او اخلاقي برخه لیدل کېږي.خو د دې سره سره د تصوف او اخلاقو برخه ډېره بارزه ده, اشعارو یې ډېر زیات میهني, ملي, او حماسي چې د وطن دوستۍ څخه ډکه ده په دې دیوان کې شامل دي. دا ديوان دوه نیم زره (۲۵۰۰) بیتونه لري په اشعارو کې یې غزل ،رباعي ،قطعه ،مخمساومربع برخه لیدل کېږي

 

له هیواد او خلکو سرو د احمدشاه بابا توده مینه د هغه له لاندی شعرڅخه ډیر ښه څرګندیږی :

 

ستا د عشق له وینو ډک شول ځیګرونه      ستا په لاره کي بایلی زلمی سرونه

تا ته راشمه زړګی زما فارغ شی.            بي له تا مي اندیښنی د زړه مارونه

که هر څو می د دنیا ملکونه ډیر شی.        زما به هیر نشی دا ستا ښکلی باغونه

د دهلی تخت هیرومه چی را یاد کړم.        زما دښکلی بشتونخوا د غرو سرونه

که تمامه دنیا یو خوا ته بل خوا یی           زما خوښ دی ستا خالی تش دګرونه

احمد شاه به دغه ستا قدر هير نه کا          که ونیسی د تمام جهان ملکونه

 

احمد شاه بابا د فارسی شعرونه نمونه :

 

چو برمن تیر مژگان می زند ان شوخ گلگونم

چو لاله ی داغ بر دل سرپا غرقه در خونم 

ز سوز دل همی بارم شب و روز اشک حسرت را 

زخون دل نشسته ــ بر کنار رود جیحونم

ز سوز اتش عشقت که چون افروخت بر دل ها

زبس سوزد دلم ، هرگز نمی دانم که من چونم

 

چپاول دارایی های مردم توسط زورمندان ، جنگ سالاران و مفسدین داخل حاکمیت

Druckversion Druckversion | Sitemap Diese Seite weiterempfehlen Diese Seite weiterempfehlen
© Rahema نشر مجدد مضامین این صفحه با ذکر منبع مجاز است