د ننګرهارولایت د وطن ګوند د ولایتی شورا د اجرائیه کمیټی

غونډه د جلال آباد په ښار کښی دایره شوه 

 

د ننګرهار ولایت د ولایتی شورا  د اجرائیه کمیټي غونډه د جمعی په ورځ د قوس د میاشتی په ۲۲ نیټه د جلال اباد په ښار کښی د محترم سیداګل پاڅون د وطن ګوند د سراسری شورا د اجرائیه کمیټی د غړی په مشرتوب دایر شو .

غونډه د قران کریم په تلاوت سره پرانستل شوه . ورسته د غونډی اجندا د جلسی د رئیس لخوا ولوستل شو چه د آراو په اتفاق سره ومنل شوه .

دغونډی د اجندا له مخی د افغانستان او سیمی د سیاسی او امنیتی وضعې د تحلیل او ارزیابی ترڅنګ د جمهوری ریاست د انتخاباتو د لومړنی نتایجود اعلان په ځنډ ، بحث او خبرې وشوې او ددی پایلو ژر تر ژره اعلانول یی د یو شفاف میکانیزم له مخی اړینه وبللی . 

همدا شان د ننګرهار په ولایت کښی د داعش د سلګونو تنوغړو تسلیمي د افغانستان د خلکواو د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو ستره کامیابی وبلل شو .

په ننګرهار کښی د جاپانی الاصله افغان ، ډاکټر ناکامورا وژنه چی دوطن او خلکو د پیژندل شوی دښمن پاکستان له خوا تنظیم او سازماندهی شوی وو، ستره ضایعه وګنله او وړاندیز کوی چه د ناکامورا په نوم دي ننګرهار کښی د کرنې او اوبو لګولو یو پوهنتون یا انسټبټیوټ جوړ شی . جلسی پریکړه وکړه چه په همدی ارتباط یوه وړاندیز پاڼه دی ترتیب او په ننګرهارکښی د وطن ګوند د ولایتی شورا له تصویبه وروسته دي دننګرهار ولایت  ولایتی مقاماتو ته وسپارل شئ . 

په تشکیلاتی برخه کښی د رایو په اتفاق محترم محمد یونس د ننګرهار د ولایتی شورا د اجرائیوی کمیټی د رئیس او محترم استاد عبدالخلیل د تشکیلاتو د مسؤل په حیث  وګمارل شول. 

په غونډه کښی یو لړ جوړونکي وړاندیزونه ، د جلسی د اعضاو لخوا وړاندي شوي چه د رایو په اتفاق سره ومنل شوي .

 

غونډه د یوه سوکاله او پر امن افغانستان په هیله د مازدیګر په څلورنیمو بجو پای ته ورسیده. 

ـــ رویداد های داخلی و خارجی 

Druckversion Druckversion | Sitemap Diese Seite weiterempfehlen Diese Seite weiterempfehlen
© Rahema نشر مجدد مضامین این صفحه با ذکر منبع مجاز است