د ننګرهار ولايت د وطن ګوند د ولايتی شورا د اجرائيه هيئات غونډه 

 

د ننګرهار د ولايتی شورا د اجرائيه هيئات غونډه د چهارشنبی په ورځ د ۱۳۹۸ کال د کب د مياشتی په ۱۴  مه نيټه ، د دغه شورا د رئيس محترم حاجی محمديونس په مشری د جلال آباد په ښار کښی دائر شو   
د غونډی د اجنداء د تصويب نه وروسته ، د اجنداء مطابق د ګوند د سراسری شورا او د ننګرهار دولايتی شورا د غړی محترم ملګری سيداعظم عارف له خوا د امريکی او طالبانو ترمنځ د دوحی د تړون او دهغه په اړوند مسائلو او د جمهوری رياست د انتخاباتو د نتايجو په اړوند د ګوند د دريځ په رابطه هر اړخيزه وينا وکړه ، چه په هره برخه کښی به د غونډی ګډون وال سوالونه او خپل نظريات وړاندي کول 
د اجنداء په دوهمه برخه کښی د ګوند د سراسری شورا د اجرائيه هيئت غړی او د ګوند د ستراتيژيکو مطالعاتو د څانګی مرستيال محترم سيداګل پاڅون د ګوند د اجرائيه هيئات د فعاليتونو ، د کابل ښار د ښاری شورا فعاليدل او يو لړ نور ګوندي مهمو مسائلو په اړوند ملګرو ته معلومات وړاندی کړل ، چه د بحثونو په نتيجه کښی ددي تر څنګ چه د کابل ښار ګوندی شورا فعاليدل يي ستره بريا وبلل ، وپتيل شوه چه بايد د جلال آباد د ښار ښاری شورا هم فعاله شی 
د بحثونو په نتيجه کښی دوه تنه ملګرو هريوه عزيزالرحمن او حاجی ميرويس خان ته دنده وسپارل شوه چه څومره چه ژر کيدای شي د جلال آباد ښاری شورا دي فعاله کړي او په دي اړه پنځه تنه نورو ملګرو ته هم دنده ورکړل شو چه د يادو دوو ملګرو سره دي همکاری او سلا مشورې وکړئ ، دواړه ياد شوي ملګري په ټينګ عزم سره غونډي ته اطمنان ورکړل چه ورکړل شوی دنده به په ښه توګه اجرا کړي
د غونډی په وروستۍ برخه کښی د ننګرهار او لغمان د ولايتونو د وطن ګوند د ګوندی فعالينو د اجلاس په رابللو باندي بحث وشو 
غونډه پريکړه وکړه چه لومړی بايد د ننګرهار ولايت د ګوندي ولايتی شورا غونډه دي راوبلل شي او غونډه به د يادو ولايتونو د فعالينو د ګډي غونډي د وخت او ځای د تصويب نه وروسته به دفعالينو ګډه غونډه راوبلل شي . د ولايتی شورا د اجلاس د رابللو په خاطر هم اړوند مسؤلينو ته دنده وسپارل شو
غونډه چه د ماسپښين په دوو بجو پيل شوی وو د ماښام په شپږو بجو د ملګرو د زياتو هڅو او د ګوند د لا پياوړتيا په عزم پای ته ورسيد  

ـــ رویداد های داخلی و خارجی 

Druckversion Druckversion | Sitemap Diese Seite weiterempfehlen Diese Seite weiterempfehlen
© Rahema نشر مجدد مضامین این صفحه با ذکر منبع مجاز است