د وطن ګوند د ننګرهار د ولایتی شورا اعلامیه

 

د جمعی په ورځ د ۱۳۹۹کال د سنبلی د میاشتی ۲۱ نیټه  د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر د مياشتی ۱۱  د ننګرهار ولایت د وطن ګوند د ولایتی شورا اجرائيه هيئت له خوا  دوطن ګوند د سراسری شورا د اوم اجلاس د پريکړو پر بنا ،  د جلال اباد ښار د وطن ګوند  ښاری شورا تقويت او بيا فعاليدو کار چه په ترکيب کی ئي  يو شمير ځوانان ، د پوهنتون محصلين او استاذان هم شامل شو ،  په   تشکيلاتی لحاظ  بشپړ او د کار اوسياسی مبارزی په ډګرکې بيا فعال شو  
 .غونډه د اجنډا مطابق مازیګر په څلورو بجو د قران عظیم الشان په تلاوت پیل شوه 
غونډی ګډون کوونکو ته ښه راغلاست او د  غونډی ضرورت په جلال اباد ښار کی د وطن ګوند دښاری شورا د بيا فعاله کيدو په منظور د وطن ګوند د مرکزی شورا د اجرائيه هيئت غړی او د وطن ګوند دتبليغاتو او ستراتیژیکو مطالعاتو د څانګی مرستیال سیداګل ((پاڅون)) د وطن ګوند د سراتاسری شورا اجرایه هیئت غړی او د ننګرهار ولایتی ګوندی شورا رئيس حاجی یونس خان ، د ګوند د سراسری شورا او د ننګرهار ولایتی شورا د اجرایه هیت غړو هریو سید اعظم عارف،استاد جلیل خان او انجینر الله محمد تفصیلی خبری او څرګندونی وکړی
او د وطن ګوند د جلال اباد ښاری شورا بيا جوړښت یی اړین او ضروری ګام وباله او ځوانان یی خپل ملي او ګوندی مسولیتونو ته متوجه  کړه 
دا چی وطن ګوند د شهید نجیب الله د معنوی رهبری ویاړ لری ځوانانو د شهید نجیب الله د څلورویشتم تلین د تجلیل په هکله خپله لیوالیتا وښوده . په تشکيلاتی برخه کې 
د جلال اباد ښار د ښاری شورا د درویشت کسو په عضويت جوړشو  چی ددوی د منځ څخه  پنځه تنه یی د اجرایه هیئت د غړي  په حيث  د رایو په اتفاق انتخاب شو ،  همداشان د راتلونکی غونډی لپاره چی د میزان په لومړی اونی کی باید راوغوښتل شی تر څو د وطن ګوند د رهبری د پريکړې په اساس  د شهید نجیب الله د شهادت څلورویشتم تلین به ونماځل شي او هم باید په راتلونکی غونډه کی د جلال اباد ښار د ټولو ناحیو تشکیلات جوړ او په خپل رسمی کار پیل وکړی 
غونډه  په وطن کی د تل پاتی سولی د راتګ په هیله د ماښام په شپږنیمو بجو پای ته ورسیده
ومن الله التوفیق
               سیداګل پاڅون

 

 مضامین  تحلیل ها و مقالات محترم

فقیر محمد ودان

کمیته مشترک تفاهم اعضای حزب وطن

چپاول دارایی های مردم توسط زورمندان ، جنگ سالاران و مفسدین داخل حاکمیت

گرامیداشت از پانزدهمین سال شهادت داکتر نجیب الله

متن کامل توفقنامه تشکیل حکومت وحدت ملی در افغانستان

 متن کامل پیمان امنیتی کابل ــ واشنگتن

فهرست دارایی های زمامداران افغانستان تا سال ۲۰۱۵

مقالات  ، مضامین ، عکس ها و ویدیو کلیپ ها در مورد زنان افغانستان

Druckversion Druckversion | Sitemap Diese Seite weiterempfehlen Diese Seite weiterempfehlen
© Rahema نشر مجدد مضامین این صفحه با ذکر منبع مجاز است