د شهید ډاکتر نجیب الله لنډه پیژندگلوئ

 

     محترم نجیب الله د اختر محمد زوی د ١٣٢٥ کال د اسد د میاشتې په ١٥ نیټه د کابل په «مراد خانیو» کې په یوی مسلمان دینداری پښتنې کورنۍ کې زیریدلی دی  او په ١٣٣١ کال کی یی خپله لومړنۍ زده کړه د کابل د ده افغانانو په ابتدایي ښوونځی کې پیل او په ١٣٤٢ کال یې د کابل د «حبیبیی» لیسی څخه په اعلی درجه بکوریا لاس ته راوړه.

 

 

 

 

 

     په ١٣٤٤ کال کې د کابل پوهنتون په «M.P.C.B» کورس کې شامل شو، د دغه کورس په بری سره تر بشپړیدو وروسته په پوهنځی کې شامل شو.

     په ١٣٤٤ کال کې کله چی لا د «M.P.C.B» د کورس محصل ؤو، عملي سیاست ته یې ودانگل او د ١٣٤٤ کال د جدي په میاشت کې د افغانستان د خلک د دموکراتیک گوند غړیتوب تر لاسه کړ.

 ډاکتر نجیب الله له یو شمیر نورو محصلینو سره یې د ١٣٤٨ کال په اوله نیمایي کې په سیاست کې د فعالې برخې اخییستنې له امله څلور میاشتې بندي شو.  

     یو ځل بیا محترم نجیب الله له یو شمیر نورو محصلینو سره د ١٣٤٩ کال د جدي په میاشت کې پوره ٩ میاشتې بندي شو. 

      دوه ځله بندي کیدلو هغه د نورمال تحصلي بهیر څخه درې کاله شاته وغورځاوه.  

    په ١٣٥٤ کې  د کابل پوهنتون د طب له پوهنځي نه فارغ شو او ورپسې یې د قرغی د احتیاطو د ضابطانو په غنډ کې  ٦ میاشتې د عسکري خدمت سر ته رسولی دی.

    د ١٣٥٦ کال د اسد په میاشت کې یې د افغانستان د خلک د دموکراتیک گوند د مرکزی کمیټی غړیتوب تر لاسه کړ او د کابل ښار د ښاري گوندي کمیټی مشر وټاکل شو.  

    په ١٣٥٣ کال کې یې واده کری او دری لونی د هیلی، اونۍ او مسکا په نومونو لري.  هغه د ١٣٥٧ کال د ثور د میاشتې له بدلون نه وروسته، په داسې حال کې چې د کابل ښار د گوندي کمیټی منشی ؤ،  د کابل ولایت د ولایتی کمیټی مسئولیت یې هم په غاړه درلود.  وروسته بیا د ١٣٥٧ کال د سرطان په میاشت کې په ایران کې د افغانستان د دموکراتیک جمهوریت د لوی سفیر په 

حیث وگمارل شو شهید نجیب اله د ١٣٥٨ کال د جدي د میاشتې په ٢١ مه نیټه د دولتی خدمتونو د اطلاعاتو د رئیس په توگه وټاکل شو او د دی تر څنگ یې د قبائیلي چارو د سمون د کمیسیون مسئولیت هم په غاړه درلود.

    د ١٣٦٠ کال د اسد په میاشت کې یې د گوند د مرکزي کمیټی په یوه پراخه غونډه کې د ا.خ. د. گ. د سیاسی دفتر غړیتوب تر لاسه کړ.

 محترم نجیب الله دخپل وطن او خلکو زړه ورسپاهی ، مهربان ، صابر ، استوار او دیو پیش بین او نوښت گر شخصیت خاوند ؤ.  هغه لکه په کوم ډول چه خلکو ته یی لارښؤونه کوله ، دخلکو او شرایطو څخه یی زده کړه هم کوله .   دهمدغی زده کړی په نتیجه کی ؤ چه هغه د١٣٦٤ کال په اوږدو کې دافغانستان دبحران دحل دپاره دکورنی او بهرنی وضعی دعینی کرکتنې او تجزیې نه وروسته معینی طرحی او نظریی یی ګوند ته وړاندی کړل .  دغه نظریه چې وروسته بیا په گوند او خلکوکې په یو فکري خط بدله شوه - دایدیولوژیکي چوکاټونو نه فاصله نیول او په عمل کې دتیرو تپل شوو ایدیالوژیکي چوکاټونو پریښؤول، په سوله ییز ډول د افغانستان دلانجی حل، په جگړه کې  دښکیلو خوا و تر مینځ د دیا لوگ او خبرواترو لاره پرانستل، دافغانستان څخه  د شوروي دنظامیانو دوتلو دپاره زمینه  برابرول، دسیاسي پلورالیزم پر بنسټ ددموکراسۍ رواج او په عمل کی پلی کول وو

      محترم نجیب الله د١٣٦٤ کال دحوت  دمیاشتی په پیل کې ددولتی  خدمتونو له اطلا عاتی اداری نه گوښه کړی شو او د دی سره دگوند دمرکزی کمیټی د دارالانشاء دمنشی په توگه او بیا د١٣٦٥ کال د ثور دمیاشتی په ١٤ مه نیټه دگوند په اتلسم فوق العاده پلینوم کې دگوند دعمومی منشی په توگه وټاکل شو .

     ددی نوی مشرتابه له ټاکلو سره سم دگوند ی او دولتی سیاست لور بدل شو .  ډاکتر  نجیب الله وروسته له دی چی د گوند عمومی منشی وټاکل شو ، دخلکو دغوښتنو او دگوند په لیکو کی د سالم تفکر دخاوندانو په پلوي او دهیواد دعینی واقعیتونو پر بنسټ خپله طرحه چې په حقیقت کې دشخړو د هوارؤلو نوی لاره وه او دژوری انسانی محتوی په لرلو سره، له جگړی نه دافغانانو دژغورولو او دتلپاتی سولی ور په برخه کولو یواځنۍ لاره وه، د١٣٦٥ کال دجدی دمیاشتی  په ١٣ مه نیټه په گوندی جلسه کې دیو ستراتیژیک هدف په توگه وړاندی کړه، چې په پای کی دغونډی دگډونکو له خوا تصویب شوه، او دهمدغی ورځی دغرمی نه وروسته په یوی درندی افغانی  غونډه کې چه سر ایستلی گوندی او غیر گوندی مشران په کې راټول شوی ؤ، دملی روغی جوړی دغه  رغنده نوښت گر سیاست د ډاکتر نجیب اله  له خوا رسماً اعلان شو.  او په عمل کې د ١٣٦٥ کال دجدی په ٢٥ مه نیټه یو اړخیز اوربند یې اعلان او د دغی انسانی مشی پلی کیدل یی پیل کړل.  

د ډاکتر نجیب الله د سیاست  دپلي کولو په پایله کې وؤ چې  دنوی  اساسی قانون مسوده د١٣٦٦ کال دسر طان په میاشت کې خپره شو او دمخالفینو په شمول دټولو خلکو څخه غوښتنه وشوه چې په دغه مسوده کې دتغییر او بدلون په هکله خپل رغنده نظریات د اساسی قانون کمسیون ته ورواستوي.

    څومیاشتی وروسته د نوی اساسی قانون په مسوده باندی د بحث، تأ یید او تصویب لپاره د ټول افغانستان نه عنعنوی لویه جرگه دکابل تاریخی ښارته راوبلل شوه ، پدی ترتیب دنوی اساسی قانون مسوده له یو لړ تغییراتو او بدلونونونه وروسته دلویی جرگی د برخه والو له خوا د قوس د میاشتی په  نهمه نیټه تصویب شوه .  همدا ډول د نوی اساسی قانون د حکمونوله مخی د لویی جرگی د برخه والو له خوا ، ډاکتر نجیب الله د رایو په اتفاق دافغانستان د جمهور رئیس په توگه وټاکل شو . 

    د ملی روغی جوړی د سیاست بله ستره بریا د١٣٦٧ کال د حمل د میاشتی په ٢٤ مه نیټه د ژنیو د تړونونولاسلیک کؤل ؤ چې د هغو په بنسټ د پخوانی  شوروی پوځونو ته بیرته خپل هیواد ته د بشپړ ستنیدو لپاره لاره هواره شوه .  شهید نجیب الله د دلوی دمیاشتی ٢٧مه نیټه چې د افغانستان څخه د روسی پوځیانو د وتلو د ورځی سره مصادفه وه  د ملی نجات ورځ اعلان کړه. شهید نجیب الله د١٣٦٩ کال د سرطان د میاشتی په شپږ مه نیټه د گوند د دویمی کنگری په ترځ کې د گوند د عمومی منشی په توگه یوځل بیا وټاکل شو .  په همدغه کنگره کې دگوند په کړنلاری اوگوندی ژوند کې ژور بدلونونه رامنځ ته شول.  

     د گوند نوم د«وطن گوند» تصویب شو 
 ١٣٧٠کال دشهید نجیب الله او دهغه د
 ملی روغی جوړی دسیاست د پلویانو لپاره د سختو ازمایښتونوکال ؤ .  
     ډاکتر نجیب اله پراخ، نوښتگر او هدفمن اقدامات تر سره کول، په گوند کې یې د
 روغی جوړی تگ لاره په نوی روحیی سره 

سمبال کړه، د ملگرو ملتونو د دفتر تر مستقیمی سر پرستی لاندی او دهغوی په ضمانت دقدرت د ویش اویا بی طرفه شوری ته د لږدولو میکانیزم دخبرواترو مهمه موضوع وه، د دغو خبرواترو رغنده نتایج دملگرو ملتونو په پنځه فقره ییز پلان کې انعکاس وموند.  ټول تدبیرونه په چټکه توگه سرته رسیدل اود١٣ کلنی جگړۍ له ناورین نه ستړي افغانان دهمیشنی سولی د بری لورته سترگی په لاره ؤ . 

    ډاکتر نجیب الله د ملگرو ملتونو دجنرال سکرټر پطروس غالی دغوښتنی په اساس اود هغه د ځانگړي استازي اومرستیال بنین سیوان  د پنځه فقره ایز پلان له مخی ددولتی واک نه د گوښه کیدو او د قدرت د لیږدولو د ژمنی په هکله د ١٣٧٠ کال د حوت د میاشتی په ٢٧ مه نیټه خپله تاریخی اعلامیه صادره کړه، پدی ترتیب د ملی روغی جوړی په لارکې ټولی بهانی اوخنډونه عملاً ایسته شول.  شهید ډاکتر نجیب الله د ملی روغی جوړی د سیاست اود ملگرو ملتونو د پنځه فقره ایز پلان د پوره عملی کیدو لپاره پخپل ټول توان او پوره  ریښتینوالی او وفاداری کار وکړ .  
څو دملی روغی جوړی  لاس ته راوړنی اوپه افغانستان کی دسولی دبهیر گړندي کیدل، چې په نتیجه کې به په افغانستان کې دانتخاباتو له لاری یو پیاوړی ملی حکومت رامنځ ته شوی وای، گاونډیو هیوادونو هر یوه دخپلو مغرضانه اهدافو له زاویې څخه داسی یو مرکزی پیاړی حکومت په افغانستان کې دخپلو گټو سره په ټکرکی لیده.  په همدغه لحاظ ؤ چې دملگرو ملتونو دسولی دپنځه فقره ایز پلان د ناکامولو هڅی یې پیل کړی .

     پدی ترتیب یې د افغانستان د حاکمیت په دننه کې یو شمیر پوځي جنرالان او دوطن گوند په سیاسی دفتر کې معلوم الحاله اخیستل شوی افراد د «مجاهدینو» دقومندانانو د یو شمیر وگړو او ډلو په مرسته په یو گډ پلان کې یو ځای د ١٣٧١ کال دحمل د میاشتی په اخر ی ورځوکې دشهید نجیب الله اود ملگرو ملتونو د پنځه فقره ایز پلان په ضد یوه خاموشه کودتا تر سره کړه .  ډاکتر نجیب الله په مرگ تهدید شو او علل اجبار د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي په مرسته یې په کابل کې دهغوی دفتر ته پناه یوړه، او پوره څلورنیم کاله یې د ملگرو ملتونو په مقر کی تیر کړل .  او بلاخره د«١٣٧٥» کال دمیزان د میاشتی په پنځمه  نیټه کابل ته د طالبانو د لښکر و دننوتلو سره سم د وحشت او بربریت په لاسونو په ډیره وحشیانه، غیر انسانی، غیر اخلاقی او غیر اسلامی طریقی شهید کړی شو

 

 

ـــ رویداد های داخلی و خارجی 

Druckversion Druckversion | Sitemap Diese Seite weiterempfehlen Diese Seite weiterempfehlen
© Rahema نشر مجدد مضامین این صفحه با ذکر منبع مجاز است