دجلال آباد  په ښکلی ښار کی دوطن ګوند دننګرهار د ولایتی شورا 

 د اجرائیه هیآ ت غونډه جوړه شوه

 

 دلوی او مهربانه خدای په نامه

 

 دجلال آباد  په ښکلی ښار کی دوطن ګوند دننګرهار د ولایتی شورا  د اجرائیه هیآ ت غونډه

  ددی شورا د رئیس متقاعد ډګروال محمد یونس په مشری  جوړه شوه .

غونډه د اجندا سره سم دکلام الله مبارک  د آیاتو په تلاوت سره د یوولسو غړو په حضور او

بیلابیلو موجه دلایلو په در لوده سره د څلورو غړه په غیابت کی جوړه شوه .

 په دی غونډه کی دننګرهار د ولایتی شورا او دجلال آباد دښاری شورا په تشکیلاتی مسایلو

بحٍث او خبری وشوی . ددی بحث په ترڅ کی د ګوند لیکو ته دځوانانو دجلب او جذب په اهمیت

ټینګار او په دی اړوند لازمی پریکړی تر سره شوی .

همدا شان  دجمهوری ریاست د ټاکنو په اړوند او دوطن ګوند د سیاسی موقعیت په باب د وطن

ګوند داجرائیه هیآت دغړی او دسیاسی او ستراتیژیکو مطالعاتو دشعبی مرستیال محترم سیداګل

پاڅون وینا د مطرح موضوعاتو په جزيیاتو رڼا واچوله او په دی اړوند  د ګوند مشرتابه ته

وړاندیزونه واستول شول . په غونډه کی استاد جلیل خان حسرت ٬ دننګرهار پوهنتون استاد

  عبدالرشید ملکزی ٬ مدیر باریګل ٬ او مدیر محمد جان  خپل نظرونه څرګند کړل  او دګوند

دمشر تابه څخه یی و غوښتل دهیواد د روانو حوادٍثو په هکله د ګوند دریځ د راه ما او اړونده

فیسبوکونو د لاری  په منظمه ټوګه نشر او دګوند غړو په اختیار کی کیږدی . غونډه دپوره

صمیمیت په فضا کی دژوندی او سرلوړی دی وی د وطن ګوند . زموږ لار زمونږ د معنوی مشر

او لارښود شهیید داکتر نجیب الله لار ده . موږ دوطن ګوند د ټولو جزایرو  یووالی غواړو او په

دی لار کی خنډ  دګوند  دآرمانونو سره جفا ګڼو او موږ تلپاتی سوله غواړو په شعارونو سره

پای ته ورسیده

ـــ رویداد های داخلی و خارجی 

Druckversion Druckversion | Sitemap Diese Seite weiterempfehlen Diese Seite weiterempfehlen
© Rahema نشر مجدد مضامین این صفحه با ذکر منبع مجاز است