تاريخي او سياسي پېښې، که د حقايقو د پټولو هڅه!!!؟

 

 

يوسف انتظار

 

له کومې ورځې چې ډاکټر نجيب الله واک ته ورسېد، له هماغه مهاله کارمل او کشتمند د نوموړي پر خلاف په ډول ډول شيطاني توطيو او دسيسو لاس پورې کړ، په هېواد کې د چارو واګي ټولې د همدغه ګروپ په ولکه کې وې، له بلې خوا دا يوه څرګنده خبره هم ده چې په پرچم ډله کې د ننه ډاکټر نجيب الله د دوی دواړو په وړاندې کمزوری و. شورويانو نجيب الله د ببرک کارمل د ډلې ټپلې په وجود کې تجريده و، او په هره موقع کې به يې خپل سبوتاژ ته دوام ورکاوه، په پايله کې نجيب الله دې ته اړ شو چې کابل ته د کارمل د بېرته راتګ سره موافقه وکړي، کارمل بېرته کابل ته راغی او خپل پلويان يې نور هم منظم کړل، ترڅو د نجيب الله د راپرځولو په توطيه کې فعال رول ولوبوي، همدا رنګه کارمل او کشتمند څو ځلې شوروي اتحاد ته په کابل کې د شوري سفارت سره په تفاهم کې په دې اړوند ځانګړي سفرونه وکړل. د دوی د باور وړ شوروي چارواکو به ورته داسې سلا مشوره ورکوله چې د نجيب الله واکمني ټېنګښت او ثبات تر لاسه نه کړي او ډېرو هغه شمېر شوروي چارواکو او سلاکارانو به ورسره خواخوږي ښودله، چې د کارمل او کشتمند د واکمنۍ پر مهال افغانستان ته راتلل قيمتي تحفې او ډالۍ به يې له ځان سره هېواد ته لېږدولې، په ځانګړي ډول هغه لرغوني تاريخي اثار چې د هېواد په موزيمونو کې ځای پر ځای شوي وو، او ځانګړی تاريخي، فرهنګي او لرغونی ارزښت يې درلود، هغوی ته ورکول. د غوړو مېلمستياوو او الکولي مشروباتو ګرم محفلونه به يې ورته ترتيبول او کله نا کله به د ښځو او نارينه وو ګډو نڅاوو ته لاره ورکول کېده.

کله چې بل ځل کشتمند د شوريانو په سپارښتنه په شوروي اتحاد کې د ببرک کارمل سره وليدل، داسې ويل کېږي چې کارمل کشتمند ته وړانديز وکړ چې (( رفيق کشتمند زما هيله دا ده چې ډېر ژر بېرته هېواد ته ستون شې او هېواد نجيب ته پرېنږدې او ملګرو ته اطمينان ورکړې چې زه دلته قرار ناست نه يم، زما او ستا په نه شتون کې له يوې خوا نوموړی ځواکمن او پياوړی کېږي، له بلې خوا د ملګرو روحيه کمزوري کېږي...)) د نجيب الله لپاره هېواد ته د کشتمند ژر راتګ هم د پوښتنې وړ و، لکه په خپله چې کشتمند هم دې ټکي ته په خپل کتاب (( يادداشت هاي سياسي و رويداد های تاريخی)) کې اشاره کړې ده چې نجيب راته وويل ولې دومره ژر بېر ته راستون شوې؟

ډاکټر نجيب الله د پرچم په ډله کې دومره ځواکمن نه ښکارېدو چې له يوې خوا دې د کارمل او کشتمند مقابلې ته ودريږي او له بلې خوا دې د دولت څرخ په ښه ټوګه وڅرخوي، دريمه خبره دا وه چې پر يو شمېر خلقيانو باور کول هم نجيب الله ته مشکل کار و.

د ماليې پخواني وزير ( وروسته د بهرنيو چارو وزير) عبدالوکيل به هم ويل چې ملګری نجيب وايي له ښه خلقي نه ما ته خراب پرچمی ډېر ښه دی، نوموړي به د نجيب الله په اړه د هغو خلقيانو د اذهانو د خرابولو لپاره چې نجيب الله ورسره ښې او نېکې اړيکې پاللې هر چېرې دا خبرې کولې، خو د عبدالوکيل چلو صاف د ډاکتر نجيب الله په اړه هغه وخت له اوبو راووت له کله نه چې ببرک کارمل د واک له ګډۍ ګوښه کيده، ځکه په ګوښه کيدو کې يې د پرچميانو په پرتله خلقيانو د نجيب الله په پلوی زيات رول ولوباوه، په ځانګړي ډول د کورنيو چارو پخواني وزير سيد محمد ګلاب زوی، د نجيب الله څخه د ګلاب زوی ملاتړ ببرک کارمل سخت په غوسه کړ او ده ته يې د بدماش کلمه وکاروله.

بله دا چې ښايي کشتمند او عبدالوکيل په ياد ولري چې د شوروي ځواکونو د مخې ښې لپاره چې په بالاحصار کې کوم ترتيبات نيول شوي وو، ټول دولتي او ګوندي چارواکي د ډاکټر نجيب الله تر مشرۍ لاندې ولاړ وو، په دې وخت کې نجيب الله ګلاب زوی ته ورنږدې شو او په غوږ کې يې ورته وويل، ببرک کارمل نشته، ماته چا اطلاع راکړه چې هغه د بادام باغ په سيمه کې د څرندويانو په منځ کې ولاړ دی، سمدلاسه ګلاب زوی وخوځيده او سيمې ته په رسيدو يې ببرک کارمل وليد چې د سړک تر څنګ د ټانک پر سر ولاړ دی، سور شوروي بيرغ يې په لاس کې نيولی او روسي فوځيانو ته لاسونه خوځوي او په روسي ژبه ليکل شوي يوه کوچنۍ کاغذي تخته يې پر غاړه ده چې پرې ليکل شوي دي: (( سپسيبا وام)) يعنې له تاسو مننه. ګلاب زوی لږه موده وروسته په داسې حال کې چې کارمل يې په خپل موټر کې اچولی ؤ راورسيد.

کشتمند هم داسې يوه ټکي ته په خپل کتاب کې اشاره کړي ده، چې نجيب پر موږ شکمن ؤ او داسې پروپاګنډه کيده چې: (( رژيم نجيب الله کودتا را کشف کرده است، که بوسيله ببرک کارمل، سلطان علي کشتمند، محمود بريالی، نجم الدين کاوياني، فريد احمد مزدک، جنرال نورالحق علومي، جنرال نبي عظيمي و ديګران راه انداز ميشد)).

په دغه مهال که چېرې د کارمل او کشتمند ډلې ټپلې کوم وسلوال پاڅون نه دی کړی دا پرځای ده، خو دا هم پرځای ده چې د نجيب الله د حکومت د سيمې او نړيوال باور له منځه وړلو لپاره لکه چې د مخه ورته اشاره وشوه ډېرې ګړندۍ هڅې د کارمليانو او کشتمنديانو لخوا کيدې، راغله د کودتا خبره وروستيو پېښو وښوده چې همدغه ګروپ چې نومونه يې نوموړي په خپل کتاب کې راوړي دي، په داسې يو عمل لاس پورې کړ چې په پايله کې يې د ملګرو ملتونو پنځه فقره ييز د سولې پلان سبوتاژ کړ ...

د دې لپاره چې سلطان علي کشتمند خپل ناوړه کړه وړه د نجيب الله پر غاړه ورغورځولي وي، په خپل کتاب کې داسې يادونه کړي چې ګني زه خو د چا د کړو وړو د لارې خنډ نه وم، نو بيا ولې زما د وژلو ناکامه هڅه په کار واچول شوه؟ دی د خپل کتاب په دريم جلد (۱۰۳۶) مخ کې داسې ليکي: (( توطئيه ترور در برابر من براه انداخته شد ... ، چون من عملاً سر راه کسی نه ايستاده ام وبه کسی عملاً زيان نه رسانده ام، پس ديګران چرا بر ضد من توطئيه نمايد؟))

په دې کې دوو خبرو ته نوموړی داسې ګوته نيولي چې ګني زه خو د چا په لاره کې ولاړ نه وم او نه مې چا ته زيان ور اړولی دی، دا له هيچا پټه نه ده چې لومړی خو له هر چا زيات تاسو د نجيب الله د حکومت د پراختيا او پرمختيا په لاره کې يو لوی او ستر خنډ وئ او ان تر دې چې د جنرال مؤمين، عبدالرشيد دوستم، جنرال عظيمي او نورو ټولو لمسول ستا او د کارمل له خوا ترسره شول.

بله دا چې تاسو د زيان خبره کړې ده! ايا تاسو تر دغه دمه هم چې کتاب مو ليکه په دې ونه پوهېدئ چې ستا د صدارت په لس کلنه دوره کې به څو ميليونه انسانان وژل شوي، بې ځايه شوي او زنداني شوي وي؟ هغه هزارګان وروڼه چې په خپله خوښه په دايکندي کې له جګړې لاس په سر شوي وو هم د ستاسو د کړاونو نه بې برخې پاتې نه شول، شوري مقامات هم په دې کړاونو او سزاګانو کې د لاس د لرلو نه ځان سپينوي... ستر جنرال انکساندر مايوروف د افغانستان لپاره پوځي سرمشاور د دې وژنو پړه د افغانستان په حکومت اچوي او وايي چې حکومت په هرات کې ليونتوب پيل کړی دی او وژنې روانې دي، ( محاکمه جنايتکاران، ډاکټر عثمان رستار ترکی)، شايد کشتمند صاحب ووايي چې دا خو ما نه دي کړي، ټول څېړونکي پړه په نجيب اچوي، خو اصلي خبره دا ده چې د حکومت په سر کې خو تاسو ولاړ وئ، ولې مو د دې ټولو پېښو جاج نه اخيستو، لومړۍ درجه مسول تاسو ياست، اوس نو تاسو ته نه ښايي چې دا خبره وکړئ، ما خو چا ته زيان نه دی رسولی.

د ښآغلي کشتمند د خلاصون لاره به دا وي، چې نوموړی په دې اعتراف وکړي، دغه حکومت چې زه يې په سر کې ولاړ وم مشروعيت نه درلود، له بهر نه تپل شوی حکومت و، زه لکه يوه نانځکه د بل چا په لاس کې وم، د پرېکړو په اړه مې خپلواکه پرېکړه نه شوی کولای، نو ځکه مسوليت نه لرم، او که داسې نه وي، ته د حکومت په سر کې لومړی وزير وې، نو څه چې پېښ شوي د دې ټولو مسؤليت نېغ په نېغه ستا په غاړه دی او ته په دې اوتو بوتو له مسؤليت څخه اوږه نه شې خالي کولی.

کشتمند صاحب بيا هم ټينګار کوي چې ما د کوم شخص سره دښمني نه لرله، ولې زما د وژلو ناکامه هڅه ترسره شوه؟

دا که تاسو د خپل ترور هڅه په نجيب الله اچولي، ښآيي د خپلو کړو وړو په ترڅ کې دې پايلې ته رسېدلی يې چې ما خو له نجيب سره ډېر بد کړي دي، هره ګړۍ مې د هغې د ماتولو او بې باروه کولو هڅې کړي دي، نو هرو مرو به دغه توطيه د هغه له خوا منځ ته راغلي وي.

امنيتي او سياسي کارپوهان چې د افغانستان حالات په غور سره څاري، پر کشتمند باندې د ترورستي بريد په کار کې د کي جي بې د اجنټانو لاس لرل نه ردوي، ځکه روسانو فکر کاو، چې په دې کار سره به د نجيب الله او کارمل ګشتمند ترمنځ د لا نورو اختلافاتو ژور تيا ته لمن ووهي او داسې هم وشول.

کشتمند يوه ورځ د امام حسين مجتبی جومات څخه د فاتحې د ترسره کېدو وروسته خپل استوګنځي ته پر لاره و، چې د يوه نامعلوم کس له خوا تر ډزو لاندې راغی، خو بخت ورسره ياري وکړه او له لږ شان ټپي کېدو وروسته د پېښې روغ رمټ ووت، دا په داسې حال کې وه چې يوه اونۍ وروسته د دې پېښې په تړاو د علي رضا په نوم يو هرازه ګی ځوان د ملي امنيت د پنځم لوی رياست د کارمندانو له خوا ونيول شو، خو تر پوښتنو او ګروېږنو پرته په سمدستي توګه د شوروي مشاورينو په مرسته او وساطت له بنده خوشی کړل شو، چې دا په خپله د کشتمند په ترور کې د کي جي بې ښکېلتيا په ډاګه کولی شي. که چېرې کشتمند په ټوله معنی په دې اند وي چې ، د دې هڅې تر شا د نجيب الله لاس ؤ، خو ايا له دې وروسته نجيب الله رښتيا هم دومره فعال وو چې ټولو کارمليانو ته به يې ګوټ څنډنه کوله. کشتمند به خپلو ملګرو ته ويل که چېرې نجيب الله له واکه ليري نه کړل شي، نو نن يې زما د وژلو نيت کړی وو سبا ته به د رفيق کارمل پر وړاندې په ورته عمل لاس پورې کړي، ځکه نجيب غواړي په دې بچه ګانه ګواښونو موږ وويروي، نوموړي په وار وار دا خبره خپلو نږدې پلويانو ته د نجيب الله پر خلاف کوله. نو ځکه خو نجيب الله لومړی د خپلو ګوندي نږدې ملګرو له خوا له ګواښ سره مخامخ شوو، له بلې خوا يو شمېر خلقيانو ورسره زړه دښمني پالل ه. دريمه دا چې نړيوالو په ډاکټر نجيب الله فشار زيات کړ چې استعفی وکړي او له واکه لاس په سر شي دغه فشار د نړيوالو له خوا په نجيب الله ځکه زياتيده چې نړيوال د جلال اباد د جګړې وروسته په دې پوه شول چې د نجيب الله د حکومت راپرځول د زور له لارې ناشونی کار دی، ورته فشار په نجيب الله باندې د نشنل عوامي پارټۍ د مشرانو له خوا هم واريديده.

څلورم دا چې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي بينين سيوان هم له نجيب الله سره دومره اړيکه ټينګه کړي وه چې ويل کيږي يوه ورځ چې د ملګرو ملتونو استازي له نوموړي سره وليدل، نجيب الله د خپلې استعفی شرايط وړاندې کړل او د تېرو خبرو په پرتله پکې بدلون او توپير تر سترګو کيده. پنځمه خبره دا وه چې د شوروي اتحاد په سر کې ميخايل ګرباچوف هم داکتر نجيب الله ته ګواښ وکړ چې : (( که په ټاکلي موده کې د ملي روغې جوړې خبرې برې ترلاسه نه کړې په کار دی له دندې ګوښه شې. )). د چيرنيايف له خولې ګرباچوف له مسکو نه د نجيب الله د ليدنې په ترڅ کې د ۱۹۸۷ زيږديز کال په نومبر مياشت کې نجيب الله ته وويل چې د ايتلاف د جوړيدو په صورت کې دې له کاره ګوښه شي. نجيب الله څه ونه ويل خو وروسته يې خپله غوسه د شوروي اتحاد د بهرنيو چارو وزير شيوارد نادزه او د دفاع وزير ته څرګنده کړه. د ملي روغ جوړې سياست په اړه لکه څنګه چې ګرباچوف اشاره کړي ده دارنګه کشتمند هم د نوموړي اند ته ورته خبره کړي ده او داسې يې ښودلي چې نجيب هم په خپلو کړو وړو کې بريالی نه وو، دی ليکي (( سياست مصالحه ملي با وصف پيشکش کردن امتيازات زياد از سوی رئيس جمهور نجيب، با کوچکترين استقبال از سوی مجاهدين مواجه نه ګرديد. )) مجاهدينو او د سيمې نورو هيوادونو ته د افغانستان کورنۍ لانجې او کش مکشونه په سر کې د ډاکتر نجيب الله او کارمل کشتمند تر منځ يو بل ته ګواښ پوره څرګند وو، دا چې کشتمند وايي د نجيب خلاف کودتا چې موږ يې پکې تورن کړي وو (( حکمتيار)) شهادت ورځپاڼې ته دغه پروپاګنډا کړي وه. ... نوموړي د سړې جګړې په ترڅ کې بايد دا ډول خبرې کړي وای، ولې دا خبرې هم بې څه نه وې، چې پاکستان، ايران او يا د مجاهدينو نورو پلويانو د کشتمند او نجيب الله په اختلاف نه وي خبر....  نو دا چې دومره ژور اختلاف ستاسو او د ده تر منځ موجود وو، نو څنګه به د ملي روغې جوړې سياست بريالی شوی وای؟

يوه خبره هغه مهال ارزښت پيدا کوي چې د دوه سيالانو تر منځ د ځواکونو او قواوو انډول موجود وي ولې دلته د کارمل کشتمند د اختلاف له امله نجيب الله د قواوو انډول له لاسه ورکړ بايد چې ملي روغه جوړه بري ته نه وای رسيدلي.

لکه چې وروستيو پېښو څرګنده کړه، کارمل کشتمند خپلو ملګرو هر يوه بريالي، مزدک، کاوياني عبدالوکيل، جنرال عظيمي، مؤمن، جنرال دوستم او نورو ته دنده وسپارله چې له احمدشاه مسعود سره اړيکې ټينګې کړئ، په همدې منظور د تخار ولايت په خواجه بهاو الدين کې د روسيې سفارت دويم سکرتر د تاجکستان د استخباراتي ادارې کې جې بې رئيس صولت شاه، جنرال عظيمي جنرال مؤمين، جنرال روزي، محمد قسيم فهيم او نورو ګډه ناسته ترسره او د ډاکتر نجيب الله پر خلاف يې يو نامقدس ايتلاف رامنځته کړ د دواړو سيالانو توافق او تړون له مخې ډاکټر نجيب الله يې د يوه ګډ دښمن په نوم وواهه د شمالي ولايتونو او د جبل السراج او بګرام د هوايي ډګر له تسلميدو وروسته کشتمند او محمود بريالي د خپلو ائتلافي ملګرو سره د تړون او توافقاتو له مخې پر کابل باندې د معاملې لپاره جنرال عظيمي ته امر وکړ چې د جنرال دوستم فوځي ځواکونه د خواجه رواش په هوايي ډګر کې پلي کړي همغه وو چې د کابل هوايي ډګر د يادو مليشه ځواکونو په ولکه کې پرېوت، عظيمي په خپل کتاب ( اردو و سياست در سه ده يی اخير) کې ليکي چې د خواجه رواش په هوايي ډګر کې د دوستم د ځواکونو ځای پر ځای کيدل د نجيب الله په امر ترسره شوي دي.

ډاکټر نجيب الله د ملګرو ملتونو په سياسي مقر کې د استوګنې پر مهال يو شمېر تاريخي ياداشتونه ليکلي چې له جملې يې د کابل په هوايي ډګر کې د دوستم مليشو او جمعيت ځواکونو د ځای پر ځای کيدو په تړاو په يوه ياداشت کې داسې راغلي: (( سهار وختي د سر اعلی قومندان له اجازې پرته د سياسي بيرو په امر ګڼ شمېر الوتکې بلخ ته الوتلي وې چې د دوستم سړي ګواکې د کابل د دفاع او په اصل کې د کودتا د بشپړولو لپاره د کابل په هوايي ډګر کې راکوزې کړې، له هوايي او هوايي مدافع قومندان جنرال فتاح نه مې تليفوني پوښتنه وکړه دا کار دې د چا په امر کړی دی؟

وه يې ويل چې د مرکزي کميټې او سياسي بيرو په امر.

ومې ويل چې سر قومندان څه شو؟ دولت څه شو؟ چې سياسي بيرو د واک واګي په لاس کې واخيستې؟ الوتکې له واره راوغواړئ

وه يې ويل: صاحب له سړيو ډکې الوتکې د کابل هوايي ډګر ته رارسيدلي دي، په دې توګه د دوستم او جمعيت اسلامي سړي په ګډه د کابل پر هوايي ډګر راننوتل.

دارنګه د ډاکټر نجيب الله د دفتر رئيس محمد اسحاق توخي د خبرې په ټينګار چې نوموړي نړيوالو رسنيو ته په ډاګه کړي ده چې (( جنرال عظيمي دروغ وايي چې د دوستم مليشې د نجيب په امر کابل ته راغلي دا له بنسټه هغه توطيه وه چې د يادو کسانو د پرېکړې له مخې دغه ځواکونه هوايي ډګر کې ځای پر ځای شول او له دې وېرې چې نجيب الله د بنين سيوان په مرسته هندوستان ته ولاړ نه شي ځکه چې کورنۍ او ماشومان يې لا له وړاندې هلته تللي وو.))

هماغه وو چې د زيړي مازديګر وړانګې لا د اسمائي غرو له څوکو نه وې راټولې شوي چې نجيب الله د خواجه رواش هوايي ډګر ته د تلو په لار کې چې د ګاډي دريوري يې د ملګرو ملتونو يو کارمند د حسين پوستالي په نوم يوه ترکي اصله ځوان کوله، د دوستم د ځواکونو له خوا ودرول شو او اجازه يې ورنه کړه چې د ملګرو ملتونو سره د کړو ژمنو او توافقاتو پر بنسټ نجيب الله د بنين سيوان سره له هيواده بهر ولاړ شي.

د المان غږ راډيو دويچ ويلې سبا ورځ د غرمې په دولس نيمو بجو په خپل خبري ساعت کې د اسوشيټيډ پرېس خبري اژانس له قوله خبر ورکړ چې د دوستم يو تن قومندان چې د مزار شريف څخه د راليږل شويو ځواکونو مشري يې پر غاړه وه، نجيب الله ته وويل: موږ د خپل ګران او محبوب رهبر ببرک کارمل د واکمنۍ د ساتلو او دوام په خاطر په سلګونو زره افغانان ووژل، تاسو د هغې سره نامردي وکړه د هغې بي عزتي او بې حرمتي مو وکړه اوس چې موږ په دې اور کې سوزو موږ چا ته پرېږدې؟

پرېږده چې په دې اور کې له موږ سره يو ځای وسوزې، همغه وو چې نجيب الله له هوايي ډګر نه بېرته راستون شو د خپل ورور احمدزي د دفتر رئيس محمد اسحاق توخي او خپل باډي ګارډ جفسر سره يو ځای په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر ته لاړ او څلور نيم کاله هلته بنديوان پاتې شو چې د توطيو په دوام کې په ۱۳۷۵ لمريز کال د تلې په پنځمه نيټه د خپل ورور جنرال احمدزي سره يو ځای په داسې حال کې شهيد کړل شو چې د وژلو پلان يې لا له وړاندې د هيواد له پولو بهر جوړ شوی ؤ، او طالبانو يې ظاهراً مسؤليت په غاړه واخيست.

ببرک او کشتمند او د هغې ډلې ټپلې د ملي پخلاينې د پروګرام په ناکامولو سره ګران هيواد افغانستان او افغانان د پخوا په پرتله دا ځل د لا سترو او زړه بګنونکو پېښو او ناورينونو سره مخامخ کړل. کشتمند او ببرک په دې وتوانيدل چې د هيواد د کورنيو او بهرنيو دښمنانو په مرسته ډاکټر نجيب الله دار ته برابر کړي. سلطان علي کشتمند د حقايقو پر خلاف او قلم د حرمت په پام کې نه نيولو سره په خپل کتاب کې د سره تر پايه د ډاکټر نجيب الله او يو شمېر نورو رهبرانو په اړه غيرې منطقي او بې بنسټه داسې ليکنو ته ځای ورکړی که چا د نيمې پېړۍ په ځانګړي ډول د يوې نيمې لسيزې سياسي پېښې په غور سره څارلي وي له شک پرته چې د ده په ليکنو به کله هم څوک باور ونه کړي. 

ښاغلي کشتمند!

تاسو به ونشئ کولای په دا ډول اوتو بوتو خپل ځان د نجيب الله سره په يوه کاڼي وتلي، د هر چا تاريخ، وزن، ظرفيت، وړتيا ، وطن دوستي، سياسي درايت، زړه ورتيا او کړه وړه له هېچا پټ نه دي، ډاکټر نجيب الله هغه څوک دی چې د خپل ژوند په ټوله موده کې يې په رښتينولۍ او صداقت سره د خپلو ګوندي ارزښتونو او سياستونو ته وفادار پاتې شوی، ګوندي اهدافو په ځانګړي ډول د ملي روغې جوړې او پخلاينې ملي او افغاني سياست چې د افغانانو اصلي غوښتنه وه، د عملي تطبيق او په هېواد کې د تلپاتې سولې، امن او ثبات د رامنځته کېدو په هيله يې نه ستړېکېدونکي منډې ترړې کړي دي، د لوړو او ژورو په متانت او مېړانه راتير شوی، هر راز سړې او تودې يې د خپلو خلکو په خاطر ګاللي، او يوه شېبه هم د دغو اهدافو پر شا شوی نه دی، دغه انساني موخو ته د رسېدو او د هېواد ملي حاکميت، ځمکنۍ بشپړتيا، ملي خپلواکۍ، د افغان مهاجرينو د بېرته راستنېدو او ځای پر ځای کېدو، د هېواد د بيا رغونې او پرمختګ په هيله په زړه ورتيا سره د خپل دولتي واک څخه لاس په سر شو، او په پايله کې د همدغه (( ګناهونو په تور)) د دار تر پولې ورسېد. 

ښاغلی ګشتمند!

ډاکټر نجيب الله هغه څوک نه و، چې ځان يې په قوم، قبيله او ژبې پورې تړلی وي او يا يې د هېواد د وروڼو قومونو څخه يې د کوم ځانګړي قوم سپکاوی کړی وي، هغه به تل ويل چې زه يو افغان يم.

ګشتمند صاحب!

ته خو د ګوند د بنسټ ايښودونکو څخه يو وې، تا ولې ورته لاره خپله نه کړه؟

ته چا او ولې دې ته اړ کړې چې د خپل ګوند پر خلاف راپورته شوې او هغه حاکميت چې تاسو يې لس کاله مشري کوله، د راپرځولو لپاره دې خپلې لېچې راونغاړلې، تا ولې دې ته ترجيح ورکړه چې د بي بي سي سره دې په مرکه کې وويل زه په قوم هزاره، په مذهب اهل تشيع او په سياسي لحاظ د وحدت له ګوند سره يم او هغه ته نه وې؟

چې د افغانستان د پخواني دفاع وزير د ناکامه کودتا د غندلو په غونډه کې چې د ملي امنيت د پنځم لوی رياست د غونډو په تالار کې  جوړه شوي وه په ډېرې خاينانه توګه دې د دوستم په څېر پښتون قوم ته د فاشست کلمه وکاروله.

ښاغلی کشتمند!

ببرک او تاسو د روسانو د هغې پلان سره ولې هوکړه وکړه چې پر بنسټ يې د افغانستان د تجزيې خبره مطرح وه او روسانو د هغې د تطبيق لپاره پر ډاکټر نجيب الله فشار واچولو چې د هيواد په سويل کې ټول مېشت فوځي ځواکونه د کابل د ادارې په ګډون د هيواد شمال ته وليږدول شي او بيا دا ځواکونه په شمال کې د مېشتو ځواکونو سره يو ځای پر جنوب حمله وکړي ...

دا په داسې حال کې وه چې لا له وړاندې ببرک او کشتمند د روسانو سره په تفاهم کې د نجيب الله مسير په مشرۍ چې د کشتمند د ډېرو نږدې ملګرو د ډلې څخه ؤ، په مزار شريف کې د نجيب الله د حکومت پر خلاف په يو نه يو ډول موازي حکومت رامنځته کړی ؤ، نجيب الله د دې پلان پرخلاف سخت غبرګون وښود او دا يې د افغانستان د تجزيې پلان وبللو. ده رسنيو ته په ډاګه کړه چې زه به کله هم د دې تاريخي مسؤليت پړه پرغاړه وانخلم او زياته يې کړه د افغانستان دښمنانو غوښتل چې زموږ هيواد تجزيه کړي، دا دی اوس زموږ دوستان لګيا دي غواړي افغانستان په شمال او جنوب وويشي.

روسانو د شمالي ټلوالي په مرسته يو ځل بيا هغه وخت د افغانستان د تجزيې هڅه وکړه کله چې طالبانو پر کابل باندې خپله ولکه ټينګه کړه او د برهان الدين رباني فوځي ځواکونه له کابل څخه شمال ته پر شا تګ وکړ، دا ځل هم د افغانستان د تجزيې روسي پلان هغه مهال له ماتي سره مخامخ شو کله چې طالبانو مزار شريف د رباني له ځواکونو ونيولو.

د روسانو موخه او هدف هميشه دا ؤ او دی چې د افغانستان شمال د خپلو اوږدمهاله سياسي او پوځي ګټو او د خپل هيواد د امنيتي سپر په توګه وکاروي.

ښاغلی کشتمند!

ډاکټر نجيب الله د هغه نيکه لمسی دی چې امير عبدالرحمن خان د انګريزانو په هدايت په زور دې ته اړ کړ چې د توپ خولې ته خپله سينه بربنډه کړي

نجيب الله د هغه نيکه لمسی دی چې پاچا يوه څپېړه وواه، خو هغې پاچا ته پر مخ دوې څپېړې ورکړې. ډاکټر نجيب الله هغه څوک نه و چې خپله ميرمن يې د ارايش لپاره فرانسوي سينګار خانو ته استولي وي. نجيب الله هغه څوک نه دی چې د خپلې واکمنۍ پر مهال يې پلار، مور، ميرمنې، وروڼو، خويندو او خپلوانو يې د ده له دولتي امکاناتو څخه د ځان په ګټه د ملت له شتمنيو ناوړه ګټه پورته کړي وي.

په پای کې بايد ووايو چې ډاکټر نجيب الله به د خپلو باتورو خلکو په منځ کې تل ژوندی وي او نوم به يې د هېواد په لرغوني تاريخ کې د يوه ځلانده، رښتيني وطنپال افغان او ملي اتل په توګه ثبت وي، تاريخ به ببرک د يوه وطن پلورنکي او دويم شاه شجاع په توګه او تا ( سلطان علي ګشتمند) به د يوه ملي خاين په توګه پېژني، او هېڅوک به ونه شي کولی چې تاريخي حقايق پټ او تحريف کړي.

سرچينې:

  • د ثور پاڅون د کي جي بې دسيسې او شوروي يرغل، اقبال وزيري
  •  ډاکټر نجيب الله چا دار ته برابر کړ؟ شهسوار سنګروال
  •  محاکمه جنايتکاران، رستار ترکی

 مضامین  تحلیل ها و مقالات محترم

فقیر محمد ودان

کمیته مشترک تفاهم اعضای حزب وطن

چپاول دارایی های مردم توسط زورمندان ، جنگ سالاران و مفسدین داخل حاکمیت

گرامیداشت از پانزدهمین سال شهادت داکتر نجیب الله

متن کامل توفقنامه تشکیل حکومت وحدت ملی در افغانستان

 متن کامل پیمان امنیتی کابل ــ واشنگتن

فهرست دارایی های زمامداران افغانستان تا سال ۲۰۱۵

مقالات  ، مضامین ، عکس ها و ویدیو کلیپ ها در مورد زنان افغانستان

Druckversion Druckversion | Sitemap Diese Seite weiterempfehlen Diese Seite weiterempfehlen
© Rahema نشر مجدد مضامین این صفحه با ذکر منبع مجاز است