مرغلین مزی

دوطن ګوند د تبلیغاتو ، سیاسی او ستراتیژیکو څیړونو څانګه 

 

لئوتولستوی ژوند تمه او امید باله . د چا چه له هره ځایه د تمی لاس وخیږی نو د وروستی

چاری په توګه د ځان وژنې انګړ ته پناه وړې .

بی تمی او امید ژوند تیاره ده ، د هری تمې تر شا هڅې او د هغو تر شا هڅونکي پراته

دي . 

زمونږ اولس هم هروخت او په ځانګړی توګه په دی نږدی نیمه پیړی کی هم تمې درلودې ،

هم هڅې او هم هڅوونکي . د سولی تمې ، دآرامه او په بسیا انسانی ژوند کی د ژوند کولو

تمې ، چی پر پراخو هڅو او هڅونکو ولاړې وې ، خو له بده مرغه هیڅ هڅه بریالۍ نه شوه . 

نه سرو انقلابی شعارونو ، نه تورو او زرغونو تنظیمی بیرغونو ، نه د دموکراسی په نامه

نیمګړو تصمیمونو  او نه جګړه مارو ، خرابکارو وسلوال مخالفینو ، هیڅ یوه هم د اولس تمه

او ارمان پوره نه کړ ! 

اخر ولی ؟ 

تشه په مونږ کی دی او که نه خدای (ج) له مونږه مخ اړولی دی ؟ 

د تورات په روایت او مسؤلیت ، یهوه د اسرائیلو په ګټه د جنګیدو لپاره ځمکی ته راته ، څه

کیدل او د خدای له رحمت نه به څه کم شوی وای چه له هماغه عرشه ئی پرمونږ د مهربانۍ

نظر کړی وای ؟ 

خو نه ! 

دا زمونږ نیمګړتیا دی ، هغه په ښکاره ټکو ویلی دی چی « هرقوم ترڅو خپل ځان کی

بدلون رانه ولی ، دی ئی نه بدلوی » . 

دا که مونږ خپل ځان نه بدلوو نو دخدایه ولی ګیله ولرو . 

دادی په دی وروستیو وختوکی د سولی او روغی جوړی غږ اورو ، په لومړی سر کی دی غږ

په ډیرو زړونو کې امیدونه راوټوکول او د « څانګې به نن سبا کی ګل شی » او د جنګ د

پای په امید ئي پر شونډو د خندا ګلان وغوړول ، خو دریغه دا هیلې ډیر ژر په اوبو لاهو

شوې او ددې تمې  ګلان ورځ په ورځ مړاوي کیږی . 

د امریکا متحده ایالتونه چه هم له غله او هم له کوربه سره دی ، لومړی ئی په ناځوانۍ او یو

اړخیزه توګه له طالبانو سره خبرې پیل کړې او هغوي سره پریکړې ته ورسیدل او په دي

کار نه یوازی طالبانو ته هغه امتیاز ورکړ چه وړ ئي نه وو ، بلکه د افغانستان نظام ته ئی

چه ورسره رسمي ژمنې لری په سپکه سترګه وکتل. 

په هر حال ظاهراً د امریکا ډاډګیرنه د نظام مسؤلینو ته داده چه طالبان د سولی خبرو ته

کیني او سولی کولو ته تیار دي . 

خو د خبرو کولو ارابه ولی پرمخ نه ځی ؟ 

د وطن د ګوند په نظر مهمترین لامل ئی د پاکستان دریځ دی . هسی خو زمونږ ټول کاونډې

او د افغانستان په مسئله کی نور دخیل او ذیعلاقه هیوادونه د ایرانه تر هندوستانه ، د چین

نه تر روسیی ، له ځنو عربی هیوادونو تر ترکیی او د امریکی نه نیولی تر یو شمیر غربی

هیوادو پوری زمونږ په هیواد کی خپلې کروندې ، فصلونه او درمندونه لری ، خو هغه هیواد

چه په څرګنده توګه د خپلې موجوده کروندې او ونډی نه ناراضه دی هغه پاکستان دی .

پاکستان ځان د جهادی تنظیمونو جوړونکی ، روزونکی او پالونکی ګڼی نو له همدی امله

ځان د افغانستان په نظام کی د پخې ، درنې او غوړی برخې وړ بولی . 

که د پاکستان د دریځ له مخی د دوحی د سولی روانی خبرې تعریف کړو نو ویلای شو چه : 

روانی د سولی خبرې ، د پراخ خونړي او ورانوونکي جنګ تر څنګ د هر اړخیزه دپلماتیکو

هڅو په مل تیا د افغانستان په راتلونکی نظام کی د پاکستان د خپلی خوښی ونډی د

تاْمین پروسه ده ! 

که پاکستان مطلوبه ونډه تر لاسه نکړی ، طالب به هیڅ کله دی ته پری نږدی چه سولی ته

غاړه کیږدی . 

اسلام اباد ته یا باید د هغه د خپلې خوښی ونډه ورکړئ یا هغه سولی ته په غاړه کیښودلو

مجبور کړئ . 

د افغانستان سوله د پنجاب یرغمله ده !! 

بل خوا د افغانستان موجوده نظام د خپلو پراخو ګوډو ماتو سره پروت دی . ددی نظام

بنسټ په بن کی کیښودل شو ، هلته داسی ناسمې خښتې ولګیدی چه همدا اوس ئی هم په

رڼو سترګو لیدلای شو چه دیوال چیرته کوږ دی . 

په بن کی انتخابی ډلې نه ، بلکه په نخښه شوې ډلې او افراد راټول شوي وو چه د ټول ملت

او سیاسی محیط استازیتوب ئی نه شو کولای . هلته عمدتاً  د زورواکانو او جنګ سالارانو

استازي راټول شوې وو ، له همدی امله له هماغه پیل نه د حکومت او نظام د چلونکو په

پریکړو او کړو وړو کی تناقض لیدل کیده . له یوه پلوه ویل کیده چه زورواکئ او جنګ

سالارئ  باید ورکه شی او قانون او نظم باید حاکم شی ، خو له بله پلوه ئی په بن کی په

لوی لاس زورواکان او جنګ سالاران قدرت ته راوستل . ددی دوه ګونې عمل نه څه نتیجه

اخستل کیږی ؟ هغه داده چه بن ددی په ځای چه د قانون حکومت حاکم کړی او جنګ

سالارئ ورکه کړی ، جنګسالاران او زورواکان ئی قدرت ته راوستل ! دا نو لوڅ او بربنډ

پارادوکس وه . 

د بن د پروسی په تطبیق کی نه یوازی زورواکان او جنګسالاران ورک نه شول ، بلکه پیاورې

، «قانونی» او «مشروع» وبلل شو . پرونې ویرې اچونکې ، نظم ورانونکي ټوپک ماره

زورواکي د نن قانونی قاضیان ، مجریان او قانونګذاران شول . له چانه د خودمختاره

والیانو ، قومندانانو او جنګ سالارانو پته ورکه ده او نه ئی پیژنی ؟ 

دنظام بل مرض فساد وه او دی . فساد ددی نظام غبرګونۍ ورور دی . ددی مرض جرړي

له کابله تر لندنه او له لندنه تر واشنګټنه غزیدلي دي « د ملی مفسیدینو » اُخوٌت د «

نړیوالو مفسیدینو » سره ، له چا نه پټ نه دی . ددوی ترمنځ د برخی ویش معلوم دی :

غوئی د جهان برخه او غدود د افغان برخه . دا یو لوی ورانونکی ځواک دی چه د هرچا زور

پری نه رسی . 

په ټوله کی فساد د ټولنی حاکم نورم او قاعده ده ، پاک لاسئ او تقوی استثنی بلل کیږی .

په دی نظام کی ځان پاک ساتل دومره ګران دی لکه په غلبیل کی اوبه راوړل . مونږ هغه

هڅې چه د فساد او مفسیدینو پرضد کیږی ، جهاد اکبر بولو او په ټینګه له هغو نه ملاتړ

کوو . 

بله ستونزه سهامی شرکت ته ددی نظام ورته والۍ دی . ددی شرکت سهم لرونکو د بن له

دمه تر دی دمه د خپل سهم او ونډې په سر ډغرې او ناندرې وهلي دي . په پیل کی د

نړیوالو پراخو مرستو له برکته دا  د ویش  کیک هم پنډ او هم سوره ور وو او چارواکو هم

ددی لپاره چه کوم ناغیړه او مرور پری راضی او خوله ئی پری وګنډی ، د پنډې ونډې ژمنه

کوله . په ځانګړی توګه دا شرایط چه په لومړی سر کی ښه وو ښاغلی حامدکرزی ته ددی

توان ورکاوه چه د «چنګښو  دا من» وساتی او په پراخه حوصله درلودلو ، ددی کار استاد

وو ، خو د ښاغلی ډاکتر اشرف غنی په موده کی له یوی خوا ددی کیک د پنډوالی او سور

نه چندان څه نه وو پاتی او له  بله پلوه یا ده نه غوښتل یا نه ئی شو کولای چه دا انډول

وساتی . داسی بریښیده چه دی خپله چندان په دې ګیلو سر نه خوږوی . 

ددولت سهامی کیدل د دولت د مؤثریت سطحه ټیټه راولی او هغه دندې چه باید سرته

ورسوې ، یائی نه رسوی یا هغه کار په ډیر قیمت او ټیټه کچه او کیفیت سرته رسوی .

هرڅوک خپله برخه او سهم د خپل ځان د عایداتی منبع په توګه کاروی او د همدی برخی

ټول قانونی او غیرقانونی امکانات او ګټې د خپل ځان ګڼی ، او هڅه کوی دا ګټې او

عایدات په روا او ناروا لارو لوړی بوزي . د هر کار په مقابل کی د ضد کار پاټک اچول

کیږی ، د هغه کار د کولو لپاره باید د ضد کار د پاټک حق العبور تر لاسه کړی . په دی

توګه څوک چه دولت ته عریضه په لاس ورځی ، که په لاس عریضه لری نو په جب کی باید

له روپیو ډکه بټوه هم ولری . که دا نه وی نو وخت دی نه ضایع کوی ! 

په آخر کی باید تاکید وکړو چه دا نظام ډیری نورې ستونزې هم لری چه دا لیکنه ئی زغم

نه لری ، له همدی امله ددی څو نمونو په یادولو بسنه کوو . 

آیا دی نظام د وطن په ګټه د پام وړ کار هم کړی او که نه ؟ 

ددی سوال ځواب په دی پوری تړلی چه مونږ دی نظام ته له کومه اړخه ګورو . که د ارزونی

صفری نقطه له دی نظام نه د مخه شرایط او وضعه وبولو نو په ټول ډاډ ویلای شو چه لږ نه

ډیر کارونه شوي ، واړه نه بلکه سترګامونه اخستل شوي چه فهرست ئی لوی دی او بیله

یادونی نه ئی د سر په سترګو هم لیدلای شو ، خپله ددی نظام جوړول سترکار او لاس ته

راوړنه ده . 

مونږ د هیواد په کچه په ټولوعرصو څه سیاسی ، اقتصادی ، فرهنګی او ټولنیزو برخو کی د

یادونی وړ لاس ته راوړنې لرو چه باید لا نوره هم وده ومومی . ښائی دغه آزادی چه زمونږ

هیوادوال ئی د بیان د آزادۍ په هکله تجربه کوی ، مونږ پخوا هیڅکله نه وی تجربه کړی . 

که د طالبانو د و خت  شرایط معیار ونیسو نو دا نظام له ویرانۍ نه آبادۍ ته حرکت وه ،

سره له دی چه ګامونه به ئی کله جګ او کله لنډ وو یا مطلوب سرعت ئی نه درلود خو په ټوله

کی مخ په وړاندی حرکت بلل کیږی نه شاتګ او عقبګرد . 

خو که ددی نظام کار ته ددی اړخ نه وګورو چه څه شی ئی کولای شول او باید کړی وای

چه وئی نه کړل ؟  نو بیا لږ او محدود کار شوی . دا ټولو ته څرګنده ده چه که دا نظام د

نړیوالی ټولنې له مرستو داسی استفاده کړی وای لکه د دویمی نړیوالی جګړی وروسته چه

غربی هیوادونو د مارشال له پلان نه وکړه ، نو په پوره یقین اوس به مونږ هم یوه پرمخ تللۍ

او غوړیدلۍ ټولنه درلوده . دی نظام ډیر داسی مساعد فرصتونه او امکانات له لاسه ورکړل

چه بیرته لاس ته راوړل ئی ناشونې بریښي . 

د وطن ګوند دا نظاه تائیدوی او که نه ؟ 

دا پوښتنه اکثراً له سم او نیک نیت نه ، خو کله هم د ناسم نیت نه مطرح کیږی . د سم نیت

ځواب څرګند دی خو د ناسم نیت په هکله باید ووایو چه په دی ساده پوښتنه کی د «مغلقی

پوښتنې» د مغالطی او د یوه منطقی دام رګ پروت دی ، سوال کونکی تاسی دی ته را

کاږی چه ځواب په دوو کلیمو - هو یا نه کی ووایاست . که ستاسی ځواب بلی وی ، نو بیا

دی تاسو په دې لومه تړی چه تاسی د نظام له بدیو ، جنایتونو او خرابیو سره هم غږی

یاست . خو برعکس که نه ووائی هغوې مو بلی لومی ته بیائی او هغه دا چه تاسی ددی

نظام په مثبتو کارونو ، لاس ته راوړنو او ښو اړخونو سترکې پټوئ . په دواړو حالاتو کی

تاسو ته لومیې کرل شوې او غواړی په هغه کی مو راګیر کړی . 

د پوښتنی سمه فورمولبندی داده چه له مونږ وپوښتل شی چه د نظام څه شی تائیدوئ او

کوم اړخونه ئی غندئ ؟ په دی صورت کی د پوښتنی ځواب اسانه او روښانه دی : مونږ د

نظام ټول مثبت او ښه اړخونه تائیدوو او منفی او خراب اړخونه ئي غندو . 

د نظام او دولت سره زمونږ د اړیکو په رابطه ځنی باریکۍ  شته چه که روښانه نه شی نو

کیدای شې د ډیرو او حتی زمونږ د ملګرو ترمنځ د سوء تفاهماتو سبب شی ، له دی امله

ښه ده لږ وشاربل شی : 

پخوانیو عقل په نظری عقل او عملی عقل ویشلې دې . د نظری عقل شیره داده چه بی دلیله

ادعا مه منه . ددی عقل دنده د یوی وینا د رښتیاتوب او درواغتوب معلومول دی ، په دی عقل

کی هغه ادعا د منلو وړ دی چه ورته کره دلائل ارائه شوي وي . خو د عملی عقل دنده د

هدف او هدف ته د رسیدو د وسایلو او لارو چارو اړیکه او د ارزښتونو د څیړلو موضوع دی

. عملی عقل حکم کوی چه د هر کار د کولو زیان که تر نه کولو ډیر وی باید له هغه کاره

لاس واخلو . راځئ دا په یوه مثال روښانه کړو : 

فرض ئی کړی دوه تنه یوه دولتی بانک ته چه د بیت المال روپۍ دی ورواوښتل ، یوه ئی ۵۰

زره او بل ئی ۳۰ زره ډالره غلا کړل . آیا مونږ د ۳۰ زره ډالرو غلا ته چه تر ۵۰ زره ډالرو

کمی دی ښه ویلای شو ؟ 

مونږ ددغسی ادعا د حقانیت لپاره هیڅ دلیل نه شو ارائه کولای ، دواړه کارونه د غلا کارونه

دي او د ذات او ماهیت له مخی له یو بل سره توپیر نه لري . او همدا رنګه دکمیت تفاوت هم

د مسئلی په ذات او ماهیت کی بدلون نه راولی . په داسی یو موقعیت کی مونږ د نظری

عقل له مخی دریځ غوره کوو او ددواړو غلاوی چه د ماهیت له مخی یو دي یوشان بدي او

ناروا بولو .

خو که مونږ ته ددی امکان میسر وی چه بانک ته ددی دوه غلو له ننوتلو نه د یوه د ننوتلو

مخنیوی کولای شو په دی قید چه هر غل تر پخواني مقداره ډیر ډالر نشی غلاکولای ، نو

مونږ د کوم غله مخنیوی کوو ؟ ایا مونږ وایو چه دواړه غله دی او ددواړو د کار ماهیت او

ذات یو دی نو مونږ ته بی تفاوته دی چه کوم غل بانک ته ننوزی ؟ څرګنده ده چه دا سم

دریځ نه دی . په دغسی موقعیت کی مونږ د نظری عقل پربنیاد نه بلکه د عملی عقل پربنیاد

دریځ غوره کوو او وایو له دی امله چه د ۳۰ زره ډالرو د غله د غلا زیان نسبت ۵۰ زره ډالرو

د غله تر غلا کم دی نو مونږ ترجیح ورکووچه بانک ته د ۵۰ زرو ډالرو د غله د ننوتلو مخنیوی

وکړو .

زیاتره وختونه له دی امله چه مونږ د نظری عقل په مقام کی د عملی عقل له مخی او د عملی

عقل په مقام کی د نظری عقل له مخی دریځ نیسو ، نو په غلطه لاره ځو او سؤتفاهم

رامنځته کیږی . یوبل مثال : که څوک ووایی چه په دی وروستیو میاشتو کی طالبان ۷۰۰ او

دولت ۴۰۰ ملکی بی ګناه خلک ئی وژلي ، ایا مونږ وایو چه ددولت عمل تر طالبانو ښه دی ؟

ددی دواړو اعمالو ذات او ماهیت یو دی او کمیت هم دا ذات نه شی بدلولای ، نو د نظری

عقل له مقامه حکم کوو چه دا دواړه یو شانته بد عملونه دي . خو که مونږ ته وویل شی چه

تاسی د طالب د امارت او اوسنۍ نظام تر منځ باید یو وټاکئ نو آیا مونږ ویلای شو چه

دواړو بی ګناه خلک وژلي او مونږ ته تفاوت نه لری چه کوم وټاکل شی ؟ څرګنده ده چه نه .

مونږ په دی موقعیت کی د عملی عقل له مخی دریځ نیسو او وایو له دی امله چه د طالب د

امارت د بیا راتلو زیان تر نه راتلو زیات دی ، نو مونږ د طالب په مقابل کی د موجوده نظام

ملاتړ کوو . 

باید پاملرنه ولرو چه دا یو موقعیت او دوه دریځه نه دې ، بلکه دوه موقعیته او دوه دریځه دې

چه یو له بل سره تعارض نه لری . 

« دا نظام او دولت یو ګوډاګۍ او لاس پوڅۍ نظام دی » . دا جمله په وار وار د نظام د

مخالفینو او په ځانګړۍ توګه د طالبانو او طالب پلوه ډلو لخوا اوریدل کیږي . 

سپینه خبره دا ده چه دا نظام دیوه پیښی او بیا د هغی د وروستیو انکشافاتو په نتیحه کی

منځ ته راغی چه طالبان او د هغوي مشاورین ئي د نه مخنیوی له امله مستقیم تاریخی

مسؤلیت لری . دی کی شک نشته چه دا نظام د نړیوالی ټولنې او په ځانګړی توګه د امریکا

د متحده ایالاتو او ناتو د حمایت تر چطر لاندی ایجاد شو ، وروزل شو او وده ورکړل شوه

. بی له دی مرستو او چتر نه دداسی نظام بقا چه په پوره اندازه شکنند او آسیب پذیره وه

ناشونۍ بریښیده . دا نظام هغه کب ته ورته وه چه د یوه لوی نهنګ تر خیټی لاندی د لامبو

او ژوند محدود خو نسبتاًمصؤن حریم لری او په دی حریم کی اوسیدل دده محبوریت دی نه

انتخاب ، ځکه که ددی حریم نه ووزی نو هغه سګ لاهوګان ئي داړی چه شاوخوا ورته په

کمین کښی ناست دي . دا کب د شاوخوا سګ لاهوګانو د داړلو او او خوړلو په نسبت ددی

نهنګ تر خیټې لاندی محدوده خو نسبتاً مصؤن حریم په اوس کی غنیمت ګڼی او ځان له

دی حریمه نه باسی . 

د منطق له مخی دا ډیر عاقلانه دریځ دی چه دې کب نیولی . هغوې چه په دی دریځ نیوکې

لری راځی چه ورنه وپښتو چه که تاسي ددی کب په موقعیت کی وای څه دریځ مو خپلاوه ؟ 

دی کی شک نشته چه ساتونکۍ نهنګ د نظام د مور زوی نه دی . هغه خپلی ګټې ، موخې

، ښکارونه او جالونه لری او ددی کب ساتنه د هغه د زړه سوی له امله نه بلکه د خپلو ګټو د

ساتلو په خاطر دی ، او که چیری کله ئي ګټې ایجاب کړی کیدای شی دا کب د همدی

نهنګ خوراک شی او یا ئی سګ لاهوګانو ته غوزارکړی . 

دا کب چه وینی یو خوا پاڼ بل خو پړانګ دی په دی نسبتاً مصؤن حریم کی د اوسیدو لپاره

که غواړی یا نه غواړی ناچاره به د نهنګ خیال ساتی او کله به هغه خبره هم منی چه په

نورمال شرایطو کی د منلو وړ نه بلل کیږی . 

د یوه اخلاقی اصل په توګه راځئ د زهرو دا تریخ ګوټ تیرکړو او دا حقیقت له نورو سره

شریک کړو چه که زمانه او حالات یو څوک مرستی او یا په زورونکۍ کلیمۍ «ټوک» ټولولو

ته مجبور کړی ، نورو ته نه ښائي چه د نوموړی له احتیاح نه را ولاړه شوی تواضع او زغم

د هغه په بی همتی او نورو ته په تسلیمی تعبیرکړی . 

که دا حالت ګوډاګۍ حالت بولو نو ددنیا ډیر هیوادونه ګوډاګې او لاس پوڅې دې . پاکستان

هم یو ګوډاګۍ اولاس پوڅۍ دی او هغه چه د پاکستان په ډول اتڼ کوی ، هغه خو بیا د

ګوډاګۍ ګوډاګۍ دی . د خوند خپره خوداده چه کله کله د لاس پوڅې لاس پوڅې ، تر لاس

پوڅۍ ځان یوه غاړه غړۍ لوړ ګڼی !  

د وطن ګوند دا خبره په ټینګار کوی چه زمونږ هیواد څومره چه ژرکیدای شی باید په خپلو

پشو ودریږی او په خپلو امکاناتو او خلکو اتکا وکړی او د خپلو ملی ګټو پر بنیاد د تصمیم

ګیری پراخ میدان ولری . مونږ د هرچا سره د رابطی او اړیکو حق لرو خو دا اړیکې باید

زمونږ د ملی ګټو سره مطابقت ولری . زمونږ نږدی ترین دوست هغه دی چه مونږ ته رازده

کړی چه څرنګه په خپلو پښو ولاړ شو او په دی لاره کی له اخلاصه ډکې مرستې وکړې . 

زمونږ په ګوندی ژوند او سیاسی کور کلۍ کی هم ډیري پوښتنې او انګیرنې شته چه نه

ښائی غوږونه پری کاڼه واچوو . 

تر ټولو ړومبی خبره زمونږ اړیکه د ډاکټرنجیب الله د شخصیت سره دی . د ډیرو ملګرو او

دوستانو اړیکه د ډاکترنجیب الله سره عمدتاً کاریزماتیکه رابطه ده . په دی رابطه کی

کلیمات دومره مهم نه دې ، مهمه داده چه په کومه خوله ویل کیږی . دا یوه «جادوئی» د

اخلاص دوګانه رابطه ده چه د مشر او د هغه دپلوی ترمنځ رامینځ ته کیږی او د مشر هره

خبره ورته خوږه او هر عمل او اداء ئی سرمشق بلل کیږی او هغه د انرژی اخستلو او د

الهام په منبع بدلیږی . دا اړیکه د مرید او مراد اړیکې ته ورته ده . 

دا ډیره ښه رابطه ده ، خو آیا یوازی ددی جاذبی تر چتر لاندی اوسیدل او دریدل کفایت

کوی ، که نه نورو هڅو او منډو ته هم اړتیا لیدل کیږی ؟ 

راځئ دا پوښتنه په یوه بل ډول مطرح کړو : 

ډاکتر نجیب الله او وطن ګوند زمونږ لپاره هدف دی که وسیله ؟    

هغوی چه دا هدف بولی ، ښائی ددی کاریزماتیک چتر لاندی اوسیدل کافی وبولي ، خو

هغوې چه د وسیلې په سترګه ورته ګورې نو بیا دا د ځان تأخیر ناپذیره دنده بولی چه د

هغو اهدافو او ارمانونو د تحقق لپاره کلکه مبارزه وکړی د کومو لپاره چه د وطن ګوند جوړ

شوی او ډاکټرنجیب الله ئی د لاس ته راوړلو په لاره کی سر بایللی دی . 

په دی اړوند دوو احتمالو ته پاملرنه کوو : یو دا چه د وطن ګوند وکولای شی د سیاست په

میدان کی د یوه قوی او حساب وړ لوبغاړی په توګه تبارز وکړی او د نورو پرمختلونکو ،

وطنپالو ځواکونو سره یو ځای د وطن د ګوند او شهیدډاکترنجیب الله د ارمانونو د پوره کولو

لپاره عینی او عملی زمینه رامنځ ته کړي . دا یو مطلوب او ایدیال حالت دی ، خو دریغه چه

ایدیال حالتونه کم ترلاسه کیږی . که چیری د وطن ګوند و نه توانیږی د حساب وړ لوبغاړی

په توګه وځلیږی ، خو په ټولنه کی نور نوي داسی ځواکونه راوټوکیږي چه د ډاکترنجیب الله

او د وطن ګوند سیوری نه منی ، خو عملاً د هغوي د ارمانونو او اهدافو د تحقق لپاره

مبارزه کوي ، زمونږ اړیکه به له هغو سره څرنګه وی ؟ 

په لنډ ډول که مونږ د وطن کوند او ډاکترنجیب الله هدف بولو دنده مو څه ده ، او که وسیله

ئي بولو مکلفیت او دریځ مو څه دی ؟ 

اړینه بلل کیږی په دی اړوند د خپل منطق صغرا او کبرا وټاکو او وګورو چه پایلې ئې څه

دې .  

د هیواد په کچه لویه تشه او بنسټیزه ستونزه څه ده ؟ 

د مراد ګاډۍ ولی په لاره سم نه درومی ؟ 

څرکنده ده چه په دی کار کی د ډیرو لاملونو لاس شته ، خو د وطن د ګوند په نظر یو له

اساسی ترینو عواملو نه ئي د هیواد په کچه د یوه ځواکمن ملی مرکز نه شتون دی . مونږ

دداسی مرکز د جوړیدو کافی مادی او انسانی ظرفیت وینو ،  ولی یوه زړه ور ، هوډمن ،

هوښیار او منډماتونکۍ مشرتابه ته اړتیا ده ، ترڅو ددی ملی مرکز ټول عناصر تریوه چتر

لاندی راټول کړي او د یوه واحد ځواک په توګه ئی د ملی اهدافو ، آزادۍ او پرمختګ لپاره

وکاروې . 

مونږ پوهیږو چه دا دروند کار دی او د هغه ماڼو او ملګرو کار ته ئی ورته دی چه د شپی په

تورتم کی خپله بیړۍ په داسی سمندر کی چلوې چه نه ئی د ژورتیا پته لګیږی نه ئی د

پراختیا ، نه د لنګر آچولو ځای شته او نه د دمی اخستلو ، نه له کومی د رڼا څرک لګی او

نه د وچې او ساحل درک ، له پورته بیرحمه  توپانی سیلۍ ئی د تندر په متروکو ولي او له

لاندی د سمندر یاغی ، خونړۍ او مرګونې څپې ئې په سینی خولې لګوی ، خو ماڼو د

بیړۍ موازنه او انډول ساتی او پرمخه درومی . 

دا یو ویرونکی خو د ویاړه ډک انځور دی . 

دا زمونږ او ټولو وطندوستانو ځنډ نه منونکی تاریخی دنده ده چه د هیواد د پرمختګ ،

غوړیدو او ځواکمن کیدو په لاره کی د خپلی ټولنی د ټولو مادې او معنوې شتمنیو او د

مساعدو عواملو او بډایو منابعو ملغرلې د یوه موټۍ ، خپلواک ولس د واحدی ارادی او د

ملی ګټو د ساتلو په مرغلین مزی وپیایو او هغه د وطن د ناوی د غاړی امیل کړو . 

دا دنده سرته رسولی شو که نه ؟ 

راځئ انتظار وباسو چه د زمانی دارالافتاء په دی هکله کومه فتوی صادروی . 

صدف بباید و باران و بحرو چندین سال 

هنوز نیست معیّن که دُر شود یا نی ‎‎‎‎‎

  

   

 مضامین  تحلیل ها و مقالات محترم

فقیر محمد ودان

کمیته مشترک تفاهم اعضای حزب وطن

چپاول دارایی های مردم توسط زورمندان ، جنگ سالاران و مفسدین داخل حاکمیت

گرامیداشت از پانزدهمین سال شهادت داکتر نجیب الله

متن کامل توفقنامه تشکیل حکومت وحدت ملی در افغانستان

 متن کامل پیمان امنیتی کابل ــ واشنگتن

فهرست دارایی های زمامداران افغانستان تا سال ۲۰۱۵

مقالات  ، مضامین ، عکس ها و ویدیو کلیپ ها در مورد زنان افغانستان

Druckversion Druckversion | Sitemap Diese Seite weiterempfehlen Diese Seite weiterempfehlen
© Rahema نشر مجدد مضامین این صفحه با ذکر منبع مجاز است