د افغانستان د پخوانی جمهور رئیس اتل شهید 

دوکتور نجیب الله د پنځه ویشتم تلین په مناسبت

 

يوسف انتظار


۱۴۰۰ لمريز کال د تلې پنځمه د افغانستان د وتلي څيرې، زړور سياستوال، د ملي روغې جوړې ستر متفکر، رښتيني اتل د افغانستان د پخواني جمهور رئيس د شهادت د پنځه ويشتم تلين سره برابره ده. دا ورځ زموږ د هيواد په تاريخ کې زموږ د ولس پر وړاندې د بهرنيو توطئيو او دسيسو د تکرار يوه غمجنه او زړه بوګنونکي ورځ ده، په همدې ورځ پخوانی جمهور رئيس د وطن ګوند مؤسس په يوه نړيواله توطيه کې د بهرنيو اجيرانو او انسان وژونکو کړيو سره تړلو کسانو د خپلو تور مخو بادارانو او د نړۍ د سترو ښکيلاکګرو ځواکونو په امر او هدايت په داسې حال کې شهيد کړل شو چې ده په پلازمېنه کابل کې د ملګرو ملتونو په سياسي مقر کې د دغه نړيوال ځواک په خونه کې پنا اخيستي وه. 

انالله و انا اليه راجعون. 

ډاکتر نجيب الله په داسې شرايطو کې واک په لاس کې واخيست چې هيواد په بشپړ ډول د جګړې په ډګر بدل شوی ؤ او نجيب الله يې د ستر تاريخي ازمايښت سره مخامخ کړی ؤ.

ده د يوه نوښتګر، زيرک او خوځنده سياستوال په توګه هيواد د جګړې او روان بحران او کړکېچ څخه د را ايستلو او د نا انډوله ملي ضد سياست پروړاندې خپله د وياړه ډکه ( د ملي روغې جوړې) تګلاره اعلان او ټول امکانات يې برابر کړل، ترڅو مقابل لوری (وسلوال اپوزسيون) وکولای شي د تير خفګان په هيرولو سره له هغو فرصتونو څخه چې د ملي روغې جوړې پر بنسټ منځته راغلي استفاده وکړي، او په دې توګه د جګړې د بندولو په خاطر مذاکرې او تفاهم ته چمتو شي، نجيب الله دا خبره په ډاګه کړه چې هيوادنۍ مسالې اوس مهال دومره پيچلي شوي چې يوازې يو څوک په يوازې توګه نشي کولای هغه حل کاندي او د افغانستان د مسايلو يو اړخيز حل په اوس کې واقعيت نه لري. نجيب الله څرګنده کړه چې د ملي روغې جوړې تفکر چې د پرمختګ پر لور توجيه شوی بين الافغاني خپلمنځي پوهاوی يې اساسي کړۍ جوړوي، نه پر سياسي مسايلو د معاملې معنی لري او نه د بېلا بېلو خطونو او اړخونو تر منځ جوړجاړی دی، بلکې دا د ملت په کچه د هيواد په سترو او خورا مهمو ملي مسايلو همغاړيتوب او زموږ د دوديز مذهبي او هيواد پاله پرمختلونکي تفکر د انعکاس ډېر مناسب، پر ځای او پر وخت انځور دی او د افغان کشالې د حل لپاره بله بديله لاره وجود نه لري.

دوکتور نجيب الله د ملي او تاريخي اړتيا پر بنسټ د ملي روغې جوړې سياست د دوام څخه يوه شيبه هم په شانه شو او په يوه اړخيزه توګه يې مقابل لوری پخلاينې او ديالوګ ته راوبلل او په دې توګه يې د ملي اسلامي او تاريخي رسالت او دندې پر بنسټ يې د سولې، امن، ثبات، سياسي ټيکاو او په هيواد کې د روان ناورين د پای ته رسيدو، د هيواد د بيارغونې، ولسواکۍ، پرمختګ په ټوليزه توګه د هغه څه پر بنسټ يې چې د افغان ولس سره يې ژمنه کړي وه د جنګ جګړو د لمنې د ټوليدو، د ملي وفاق او يووالي د رامنځته کيدو، د هيواد ځمکنۍ بشپړتيا، ملي حاکميت او ملي خپلواکۍ او د هيواد د ملي ګټو د خونديتوب د افغان مهاجرينو د راستنيدو او ځای پرځای کيدو په هيله د ملګرو ملتونو سازمان د پنځه فقريز پلان پر بنسټ د خپل دولتي واک څخه لاس په سر شو او په زړورتيا سره يې دا ستر تاريخي رسالت ترسره کړ. د ملي روغې جوړې پلان چې د ډېرو منډو ترړو د تطبيق وروستي پړاو ته رسيدلی ؤ په خواشينۍ سره چې دغه پلان د يوې نړيوالې توطئې او دسيسې په ترڅ کې د يو شمېر بهرنيو هيوادونو د اسلام اباد سره په تفاهم کې او همداراز د يو شمېر بې لارې جهادي تنظيمونو د دولت او وطن ګوند په اډانه کې د پنځم ستون د کړيو او په ټوله کې د شمالي ټلوالې په مرسته ناکام ... او د واک د ليږد پروسه يوې بېطرفه شورا ته ګډه وډه شوه او هيواد د قدرت د تشې په ډنډ کې ورګډ او د باتورو افغانانو هيلې او ارمانونه له خاورو سره خاورې شول او هيواد يو ځل بيا د اوږده اخ او ډب او کورسوځونکو جنګ جګړو په ډګر واوښت.

 د دې پلان ناکاميدل له شک پرته نه دا چې د ملګرو ملتونو سازمان ستره سياسي او اخلاقي ماته وخوړه او د هغې څانګړی استازی بينين سيوان بد نام شو، تر څنګ يې افغان ولس هم د دې پلان د ماتي ډېره لوړه بيه پريکړه، کوم چې نجيب الله يې د پېښيدو خبرداری ورکړی ؤ. داکتر نجيب الله په کابل کې د ملګرو ملتونو په ډيپلوماټيک مقر کې سياسي پناه واخيسته او د څلورو کالونو څخه د زياتې مودې په تيرولو سره هلته بنديوان پاتې شو چې د توطيو او دسيسو په دوام کې په ۱۳۷۵ لمريز کال د تلې په پنځمه طالبانو د کابل په نيولو سره تر ټولو لومړی د ملګرو ملتونو د سياسي مقر د خونديتوب په پام کې نه نيولو سره ډاکتر نجيب الله په زور او جبر سره د استوګنځی څخه رابهر او د محاکمې پرته يې لومړۍ سخت شکنجه او شهيد کړ بيايې د خپل ورور شهيد جنرال احمدزي سره يو ځای د انساني کرامت، اسلامي، بشري او افغاني منل شويو دودونو او نړيوالو اصولو پرخلاف دارته وخيږاوه، کوم چې پلان يې لا له وړاندې د هيواد له پولو بهر جوړ شوی ؤ او طالبانو يې ظاهراً مسوليت پرغاړه واخيست.

شهيد ډاکتر نجيب الله د ملګرو ملتونو په خونه کې څلورنيم کاله د خپل ميړني او باتور ولس په غمونو او کړاونو کې شريک پاتې شوی او ټولې لوړې او ژورې يې د افغانستان د تلپاتې نوم او د دغه هيواد د خلکو په نوم وګاللې. د شهيد نجيب الله نوم د سولې، ملي روغې جوړې، د هيواد د امن، ثبات او سوله غوښتونکو پرګنو سره نه شليدونکی تړاو لري. ده خپل هر څه د خپلو باتورو خلکو او سرلوړي هيواد سره تړلي وو، نو ځکه په ژوند او مرګ د خپلو خلکو پر مخ لکه لمر وځليده.

اوس پوښتنه دا ده چې په پايله کې د دې معاملې له مخې چې د افغانستان د پولو بهر جوړ شوي وه، نجيب الله ولې تر څلورو کالونو زيات کابل کې د ملګرو ملتونو په سياسي مقر کې پاتې شو او ملګرو ملتونو ولې او څنګه ونشوای کولای او يا ونه غوښتل د مخکينيو توافقاتو پر بنسټ ډاکتر نجيب الله په خوندي ډول کوم بهرني هيواد ته وليږدوي په داسې حال کې چې د افغانستان حاکم دولت د برهان الدين رباني په مشرۍ د ملګرو ملتونو د سولې پلان د سبوتاژ مسؤل او د ملګرو ملتونو په سازمان کې استازيتوب هم درلود د دې کار لاملونه او خنډونه څه وو؟ افغانان د دې غوښتونکي دي او څو ځلې يې پخوا هم دا غوښتنه مطرح کړې ده، چې ملګري ملتونه دې هر څومره چې ژر کيدلی شي د دغه فاجعې په اړوند حقايق دې د افغانستان خلکو ته په ډاګه کړي او په دې اړوند نوره چوپتيا افغانانو ته د منلو وړ نه ده . 

دا دی اوس د شهيد نجيب الله د شهادت له حماسې پوره پنځه ويشت کاله تيريږي خو لکه څرنګه چې ليدل کيږي نجيب الله د هرې ورځې په تيريدو سره د هيواد او سياسي بهير په ټولو اړخونو کې خپل اغېزناک او ځواکمن حضور خپلوي د ده افکار په سياسي خوځښتونو او معنوي شخصيت يې د ولسونو او د هيواد د ګڼو پرګنو په زړونو او رګونو کې ځای نيسي. نو پر ځای او اړينه ګڼل کيږي څو د همدې لارې د ټولو نورو ګوندي او غيري ګوندي نوم پاتو او نوم ورکو سرښيندونکو، د شهادت د حماسو د درناوي مراتب هم پر ځای کړو، دا ځکه چې د شهيد نجيب الله ياد د هغوی په ياد سره هم بشپړيږي.

ځلانده او تل پاتې دې وي د وطن د لارې د شهيدانو خاطرې او کارنامې

چپاول دارایی های مردم توسط زورمندان ، جنگ سالاران و مفسدین داخل حاکمیت

Druckversion | Sitemap Diese Seite weiterempfehlen
© Rahema نشر مجدد مضامین این صفحه با ذکر منبع مجاز است